فرانسویان ولسمشر ټاکي

ساغکوزی او اولاند د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دواړو کاندیدانو د اقتصادي بدلونونو ژمنې کړې دي.

فرانسویان د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو کې ولسمشر ټاکي.

دغو ټاکنو کې اوسنی ولسمشر نیکولا ساغکوزي او د سوسيالست ګوند نوماند فرانسوا اولاند ولاړ دي.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې اولاند په سلو کې ۲۸.۶ او د هغه سیال ساغکوزي بیا ۲۶.۲ سلنه رایې وګټلې.

دواړو کاندیدانو د الیزې ماڼۍ کې د پنځو کالو مشرۍ لپاره سخت ټاکنیز کمپاینونه وکړل.

په تېرو څو ورځو کې دواړو کاندیدانو ګرمې تلوېزیوني مناظرې وکړې او دواړو ویل چې د هېواد اقتصاد به مخته بوځي.

خو فرانسه چې د نورې اورپا په څېر اقتصادي بحران څپلې، بې کاره وګړي یې کار غواړي.

نیکولا ساغکوزی له ۲۰۰۷ راهیسې د فرانسې ولسمشر و، چې د بودیجې د کسر ژمنه یې کړې او وايي چې په نظام کې به اصلاحات راولي.

خو اولاند بیا وايي چې د لویو مؤسسو مالیې به ډېرې کړي، او پر هغو شتمنو کسانو به د مالیې کچه ډېره کړي چې د کال یې عاید له یو میلیون یورو ډېر دی.

د سیاسي او ټولنیزو مسایلو سربېره، دواړو کاندیدانو افغانستان کې د خپلو پوځيانو پر پاتې کېدو ژمنه کړې ده.

د تېرې جمعې پر ورځ دواړو کاندیدانو پخپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ژمنه وکړه چې هېواد یې له اقتصادي رکود وژغوري، خو اولاند وايي چې هېواد یې له یوه اقتصادي ناورین سره مخامخ دی او بدلون ته اړتیا لري.

نیکولاس ساغکوزي د هېواد په لوېديځ کې خپلو پلویانو ته ویلي چې هره رایه خپل وزن او ځای لري.

څارونکي په دې اند دي چې د کمونیست ګوند کاندید د کيڼ اړخو له ملاتړه برخمن دی.

که چېرې اولاند بریالی شي، دا به د کمونیست ګوند دویم فرانسوی ولسمشر وي.

تر ده مخکې د کمونیست ګوند فرانسوا میتران د ۱۹۸۱ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د فرانسې ولسمشر پاتې شوی، چې اوس مړ دی.

ورته مطالب