د ايران په زندان کې مينو شوو وادۀ وکړ

Image caption دې جوړې په ايراني زندان کې کوژده سره وکړه.

هغو دوو غره ختونکيو امریکاييانو سره وادۀ وکړ چې يو وخت په ايران کې يو ځاى زندانيان وو.

شان بوير او سارا شورډ له خپلو ځينو ملګرو سره په ٢٠٠٩ کال کې د ايران او عراق پولې ته نژدې نيول شوي وه.

دې جوړې په ايراني زندان کې کوژده سره وکړه.

هلته هلک نجلۍ ته له خپلو کالو څخه جوړه شوې ګوتمۍ وسپارله.

د هغوی وکيل وويل چې واده په سن فرانسيسکو کې د شنبې (د می ۵) په ورځ تر سره شو.

درې کاله وړاندې دریو ملګرو شان بوير ، سارا شورډ او جاش فاتل شمالي عراق ته چې د ايران سره غرنۍ پوله لري د غره ختو په موخه ولاړل.

له هغه ځايه درې واړه ملګري ايران ته واوښتل چې دوی يې غلطي بولي.

درې واړه ملګري ايراني چارواکو ونيول او هيواد ته يې په نا قانونه داخيليدو او امريکا ته د جاسوسۍ په تور د اتو کالو بند سزا ور واوروله. په زندان کې شان له سارا هيله وکړه چې واده ور سره وکړي او هلته يې هغه گوتمۍ ور وسپارله چې ده د خپلو کالو له تارونو جوړه کړې وه.

شان وايي: "په زندان کې له سارا سره کوژدې د داسې يوه راتلونکي په اړه هيله را پيدا کړه چې نه يوازې په امن کې وي بلکې ښکلى هم وي."

سار بیا ۱۴ مياشتې وروسته خوشې شوه ځکه چې روغتيايي حالت يې ښه نه و خو شان او جاش شاوخوا دوه کاله په زندان کې له تيرولو وروسته را خوشې شول.

اوس چې هغه ورځ راغلې ده، يوازينی شی چې کولى شم دا دی چې سترګې پټې کړم، د ازادۍ او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغو ښو خلکو له مينې مننه ووايم اوخوند تر واخلم.

د سارا او شان په واده کې جاش د زوم تر ټولو نژدې ملګری و.

هغه وويل کله چې شان په زندان کې له سارا د کوژدې غوښتنه وکړه "موږ ټولو ته يې هيله پيدا کړه چې راتلونکى لرو".

درې واړو نيول شويو تر پايه په خپلې بې ګناهۍ ټينگار وکړ، دې پيښې حتی واشنګټن په غصه کړ.

دواړه سړي د ۲۰۱۱ کال په وروستيو کې د ملګرو ملتو په اسامبلۍ کې د ايراني ولسمشر احمدي نژاد تر گډون وړاندې په يو ميليون ډالرو ضمانت خوشې شول.

دغه نوې واده شوې جوړه اوس د شاتو يا عسل د مياشتې په تفریح بوخت دي.

ورته مطالب