"ښاغلی ولسمشر، زما ژوند ستا په لاس کې دی"

وارن وینسټین د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۷۰ کلن وارن وینسټین په دې لنډه وېدیو کې دودیزه پاکستاني کالي اغوستي دي.

د پاکستان له لاهور ښاره د القاعدې له لوري د تښتول شوي امریکايي وارن وینسټين یوه وېدیو خپره شوې ده.

تښتول شوي امریکايي په وېدیو کې له امریکايي ولسمشر بارک اوباما غوښتي، چې له مرګه یې وژغوري

د اسلام پالو پر یوه وېبپاڼه دغې خپره شوې وېدیو کې ښاغلي وینسټین له اوباما غوښتي چې د تښتوونکو غوښتنې ومني.

د امریکايي څارونکو ډلې ویلي ۷۰ کلن تښتول شوي په یوه مرستندویه مؤسسه کې پاکستان کې کار کاوه، چې په تېر اګست کې له لاهور ښاره وتښتول شو.

تېر کال د القاعدې مشر ایمن الظواهري ویلي وو که چېرې امریکا هوايي بریدونه ودروي، القاعده به ښاغلی وینسټین خوشی کړي.

"ژوند ستا په لاس کې"

په تېر دسمبر کې د القاعدې د مشر د خبرو خپره شوې وېدیو کې ویل شوي چې امریکا باید افغانستان، پاکستان، سومالیا او یمن کې هوايي بریدونه ودروي.

دوی له امریکا د القاعده او طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړې ده، چې په دوی کې د نړیوال سوداګریز مرکز د ۱۹۹۳ کال د الوځوونکو نومونه هم وو.

تښتول شوي امریکايي په وېدیو کې ویلي چې"ښاغلیه ولسمشره، زما ژوند ستا په لاس کې دی، که ته غوښتنې ومنې، زه ژوندی پاتې کېږي، که یې ونه منې، وبه مرم."

د انځور حقوق AP
Image caption وارن وینسټین د شرکت پر وېبپاڼه د یوه نړیوال تجربه کار په توګه معرفي شوی.

ښاغلی وینسټین خپلې ښځې ته دا پیغام هم استولی چې "زه ښه یم، زما درملنه کېږي، او پر ما پام کېږي. "

خو دا لا څرګنده نه ده چې دا وېدیو کله او چېرې ډکه شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې دغه تښتول شوی امریکایی په دودیزه پاکستاني کالیو کې په وېدیو کې راڅرګندېږي.

ښاغلی وینسټین د تېر کال د اګست پر ۱۳مه ملا اذان مهال له خپل کوره د اتو وسله والو په زور وایستل او وتښتول شو.

ویل کېږي چې هغه پاکستان کې د امریکايي شرکت JE Austin Associates لپاره د هېواد ډایرکټر و، چې د پاکستان د سوداګرۍ او حکومتي سکتورونو ته یې سلامشورې ورکولې.

معمولاً به ښاغلی وینسټین اسلام اباد کې اوسېده، خو لاهور ته یې هم سفر کاوه.

هغه د یاد شرکت پر وېبپاڼه د یوه "پراختيايي برخه کې د ۲۵ کلنې تجربې لرونکي نړیوال کارپوه په توګه" معرفي شوی و.

ورته مطالب