مصر د سیاسي فعالې اسماء محفوظ د حبس پرېکړه کړې

اسماء محفوظ د انځور حقوق
Image caption آغلې محفوظ د مصر د مخکني ولسمشر حسني مبارک د راپرځولو ضد د جنورۍ ۲۵مې لاریونونو یوه مخکښه وه.

د مصر یوې محکمې سیالي فعاله اسماء محفوظ د مصریانو او قبطي وګړو ترمنځ د خونړیو بریدونو په اړه پر یوه کارکوونکي د برید په تور په یوه کال حبس محکومه کړې ده.

آغلې محفوظ د مصر د مخکني ولسمشر حسني مبارک د راپرځولو ضد د جنورۍ ۲۵مې لاریونونو یوه مخکښه وه.

د هغې وکیلانو ویلي دا چې نوموړې د امریکا په متحده ایالتونو کې ده، محکمې ته راونه شوای رسېدلی.

محکمې د هغې په حق کې په غیاب کې پرېکړه وکړه.

تر دې وړاندې د اسماء محفوظ په اړه یوې بلې محکمې په تېر مارچ کې د هغې د یوه کال حبسولو فیصله کړې وه.

د منځني ختیځ خبري رسنۍ ویلي چې آغلې محفوظ د استیناف غوښتنه کړې ده.

د مصر د بشري حقونو سازمان دا پرېکړه ددغې حکومت مخالفې په حق کې د مخکني نظام د پاتې شونو محکمو کار وباله.

په تېر اګست کې د مصر پوځي قضاء اسماء محفوظ پوځي شورا ته په سپکاوي تورنه کړې وه.

دغې شورا ویلي چې محفوظ پر خپله فېسبوک او ټویټر پاڼو پوځي شورا ته سپکاوی کړی دی.

ورته مطالب