د دمشق په چاودنو کې ٥٥ کسان وژل شوى

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دمشق په وروستيو مياشتو کې د څو بمي بريدونو شاهد وو.

د سوريې په پلازمېنه دمشق کې دوه چاودنې شوي چې حکومتي تلويزيون وايي د دغو ترهګريزو چاودنو په پايله کې ٥٥ کسان وژل شوي او سلگونه نور ټپيان دى.

دغه پرله پسې چاودنې د پنجشنبې په سهار د دمشق په سويلي سميه کې وشوې چې له کبله يې لوگي د ښار ټول اسمان پوښلى و.

د حکومتي تلويزيون ويډيويي تصويرونه ښيي چې د پلازمېنې په سویل کې د القزاز په سيمه کې دغو چاودنو لويه ويجاړي رامنځته کړې ده. د دغه تلويزيون د رپور په اساس د بم ايښودونکو موخه د پوځ او امنيت دوه ودانۍ وې.

يو عيني شاهد وايي لومړۍ چاودنه گهيځ په نژدې اتو بجو وشوه اوځيني ديوالونه يې ونړول. خلک د چاودنې سيمه کې ټول شول چې وگورئ څه پېښ شوي، او څو دقيقې وروسته دويمه چاودنه وشوه او ټولې دغه ويجاړۍ يې رامنځته کړي.

يوه مېرمنه چې کور يې هم نړېدلى ويلې خداى دې له دوې نه زموږ غچ واخلي . ځکه هغه څه چې له موږ سره پيښ شول ، د باور وړ نه دي . دا د انسان کار نه دى . موږ له دې سره هيڅ تړاو نه لرو او زموږ کورونه ونړيدل.

دمشق په وروستيو مياشتو کې د څو بمي بريدونو شاهد وو.

تر ټولو وروستی بريد هغه ځانمرګی وو چې د اپريل په وروستيو کې يې يوه جومات ته څېرمه لس کسه ووژل.

د فرانس پرس خبري اژانس وايي د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې مشر د چاودنو له ځايه ليدنه کوي.

تلويزيونې صحنې ښيي چې لسګونه ګاډي د چاودنو له ټوټه ټوټه شوې او سوځېدلي چې په ځينو کې جسدونه هم شته دي.

دغه چاودنې چې دواړه په يوه وخت شوي په سړک کې لويې کندې کښلې دي.

پر همدې مهال حکومتي ځواکونو تېره شپه په حمص ښار کې ډزې کړي دي.

مخالف فعالين وايي دا ډزې د وروستيو اوونيو تر ټولو درنې ډزې وې.

ورته مطالب