د اېچ آى وي د مخنيوي درمل امريکايي کارپوهانو خوښ کړى

د انځور حقوق AP
Image caption خبريالان وايي چې دا درمل ښايي د اېچ اى وي/ ايډزد مخنيوي په چاره کې يو مهم پړاو شي

د امريکا د روغتيايي چارواکو يوې ډلې د لومړي ځل لپاره د هغو درملو ننگه کړې چې روغو وگړو ته د اېچ آى وي د ساري ناروغۍ د ورتگ مخه نيسي.

د کارپوهانو ډلې د امريکا له اړوندو حکومتي ادارو نه غوښتي چې هغو وگړو ته هره ورځ د ټرووادا گوليو ورکول تصويب کړي چې پر ايډز ويروس د اخته کېدو له کلک خطر سره مخامخ دي.

په امريکا کې د "خوړو او درملو اداره" اړ نده چې ددغې کاري ډلې سپارښتنې پلې کړي، خو معمولا" يې کوي.

د روغتيايي ډگر ځينو کارکوونکو او په اېچ آى وي د اخته کسانو په منځ کې فعالې ډلې ددغه درمل له تصويب سره مخالفت کوي.

خو خبريالان وايي چې دا گام ښايي د اېچ اى وي/ ايډز د مخنيوي په چاره کې يو مهم پړاو شي.

د امريکا د خوړو او درملو ادارې لا دمخه پر اېچ آى ويروس اخته وگړو ته د ټروواډا گوليو ورکړه تصويب کړې چې له ويروس ضد مخکنيو درملو سره يو ځاى خوړل کېږي.

له ٢٠١٠ کال راهيسې څېړنې ښيي چې ټروواډا گوليو په روغو همجنس بازو نارينه وو او په هغو عادي جوړو کې چې يو يې په اېچ آى وي اخته وي، پر اېچ آى وي د اخته کېدو خطر له ٤٤ سلنې څخه تر ٧٣ ټيټ کړى دى. دغه درمل د کليفورنيا د "Gilead Sciences" له خوا توليديږي.

د جون پرېکړه

د ويروس ضد درملو مشورتي جرگه گۍ چې د خوړو او درملو امريکايي ادارې ته سپارښتنې کوي، د لوړ خطر وگړو- يا هغو نارينه وو ته چې پخپله اخته ندي خو له گڼو نارينه وو سره يو ځاى کېږي، ددغو گوليو ورکړه د دريو په وړاندې پر ١٩ رايو تصويب کړې وه.

جرگه گۍ دغه راز د رايو په اکثريت هغو نا اخته وگړو ته چې د جوړې بله برخه يې پر اېچ آى وي اخته وي او نورو هغو کسانو ته چې د جنسي تماس له لارې پر اېچ آى وي د اخته کېدو له کلک خطر سره مخامخ کېدلى شي، ددغو گوليو د ورکړې سپارښتنه کړې ده.

د انځور حقوق Brent Stirtion
Image caption د امريکا د خوړو او درملو ادارې لا دمخه پر اېچ آى ويروس اخته وگړو ته د ټروواډا گوليو ورکړه تصويب کړې

د ټرووادا گولۍ له ٢٠٠٤ کال راهيسې د هغو وگړو د درملنې لپاره کارول کېږي چې پر اېچ آى وي اخته دي.

له دغو گوليو سره د مخالفت بنسټ دادى چې کاروونکي يې ښايي په ناسم ډول فکر وکړي چې خوندي دي او ښايي له درملو سره د اېچ آى وي د ويروس مقاومه بڼه رامنځته کړي.

بله اندېښنه داده چې د ټروواډا گرانه بيه ښايي پيسې چې له ځايه هم ډېرې نه دي، د نسبتا" ارزانو درملو له رانيولو څخه بل لور ته واړوي.

د ايډز له روغتياساتنې بنسټ څخه جوى ټېرېل وايي: "موږ ته په کار ده چې خپله چټکتيا لږه راکمه کړو. زه د خپلې ټولنې غم دومره خورم چې نشم کولى په اړه يې اندېښنې پټې وساتم."

روغتياپالې کارين هافي وويل: "په کار ده چې ټروواډا سل په سلو کې هره ورځ وخوړل شي، خو د روغتياپالې په توگه مې تجربه راته وايي چې دا کار نشي کېداى."

"زما په اته کلنه تجربه کې آن يو دا سې رنځور هم نه و چې په سلو کې سل دې پر دې قاعدې ټينگ پاتې شوى وي."

خو نورو د کارپوهې ډلې د سپارښتنو هرکلى کړى دى.

د ايډز د واکسينو د مشورتي ټلوالې رييس مېچل وارين تر رايې اچونې وروسته وويل: "په دې کار سره موږ په نړيواله کچه د اېچ آى وي د مخنيوي اصلي هڅو ته ورنژدې کېږو."

ټاکل شوې ده چې د امريکا د خوړو او درملو ادره په دې اړه د جون تر ١٥ خپله پرېکړه واوروي.

ورته مطالب