د سعودي پاچا خپل سخت دریځه سلاکار ګوښه کړ

پاچا عبدالله د انځور حقوق Reuters
Image caption پاچا عبدالله ښځو ته د سیاسي حقونو ورکولو ژمنه کړې ده.

د سعودي پاچا عبدالله په خپل شاهي دیوان کې خپل نژدې سلاکار شیخ عبد المحسن العبيكان له دندې ګوښه کړی دی.

دغه سلاکار په دې وروستیو کې د هغو گامونو غندنه کړې وه چې په عامه ځايونو کې د نارينه وو او ښځو د بيلوالي په برخه کې د نرمښت راوستلو لپاره پورته شوي دي.

د سعودي دولتي خبري اژانس کوم لامل نه دی په ډاګه کړی چې ولې شیخ عبد المحسن العبيكان له دندې ګوښه شوی دی.

خو څو ورځې وړاندې نوموړي پر بانفوذه خلکو په لفظي برید کې ویلي و چې "غواړي مسلمانه ټولنه ښځو ته د مقرراتو په بدلولو فاسده کړي. "

خو پاچا عبدالله د نرمښت راوستلو پلوي کړې ده.

دا سعودي له سخت دریځه قانون پروړاندې ددغه هېواد پر شاهي نظام یوه څرګنده نیوکه بلل کېږي.

سعودي پاچا په تېر سپتمیر کې اعلان وکړ چې سعودي ښځو ته به په شورا کې د غړیتوب حق ورکړي او کولای شي چې د ښاروالۍ په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

او په تېره جنورۍ کې بیا شیخ عبدالعزیز بن حمین الحمین د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" له ریاسته ګوښه کړای شو.

راپورونه وايي چې د هغه ځایناستی عبداللطیف بن عبدالعزیز آل الشیخ ډېر معتدل سړی دی.

ورته مطالب