ساندويچ ٢٥٠ کلن شو

د انځور حقوق SPL
Image caption د ساندويچ د ښارگوټي اوسيدونکي وايي دوى حيرانه دي چې نړيوال يې د خوړو په نامۀ پېژني.

پوره دوه نيمې پيړۍ وړاندې چې د ساندويچ د سيمې مخکښه کس جان مونتاگو غوښتنه وکړه چې د غوايي غوښه او د ډوډۍ دوه ټوټې ورته راوړي ښايي خبر به هم نه و چې له دې غوښتنې به يې د نړۍ مشهور خواړۀ جوړيږي.

کيسه داسې ده چې دغه ځوان له خپلو ملگرو سره په پتو يا قطعو لوبه کوله او نه يې غوښتل چې ترې پورته شي.

په دې هيله چې هم يې لوبه کړې وي او هم يې نس موړ شوى وي امر يې وکړ چې د غويي غوښه په دوه ټوټې ډوډۍ کې ورته راوړي.

د ساندويچ خوړو لومړنى ثبت شوى ريکارډ د انگلستان د کينټ سيمې د ساندويچ په ساحه کې په ١٧٦٢ کال کې ليدل شوى دى.

دا هغه وخت و چې د ټولنې مخکښو او شتمنو کسانو به له ځانگړو دودونو سره سمه ډوډۍ خوړه.

په لوى ميز به ډوډۍ کېښوول شوه، هر کس به په خپل ټاکل شوي ځاى کې کښېناست، پنجه او کاچوغه به ورته اېښودل شوې وه.

خو جان منتاگو چې هم شتمن و او هم د ټولنې منلى او مخکښه کس بلل کيدۀ دا دودونه ماتول.

دۀ به په لاس ډوډۍ خوړه چې ډيرو ته د حيرانۍ سبب وه.

څيړونکي وايي ښايي هغه وخت به عادي وگړو هم دغه ډول خواړه خوړل خو د هغوى په باب چا څه نه ليکل نو له ځکه اوس د ساندويچ د پيل له هغه وخته بولو چې منتاگو يې د جوړيدا امر وکړ.

د ساندويچ د ښارگوټي اوسيدونکي وايي دوى حيرانه دي چې نړيوال يې د خوړو په نامۀ پېژني خو په دې يې ډير نه دي خبر چې دا اصلآ د يوۀ واړۀ ښارگوټي نوم دى.

اوس ساندويچ په نړۍ کې يو له ډيرو مشهورو خوړو څخه گڼل کيږي.

څو ميليارده ډالره سود سودا يې کيږي او په ميليونونو کسان د همدې ساندويچو له برکته کار روزگار لري.

يوازې په برتانيا ٣٠٠ زره کسان د ساندويچ له برکته په کار بوخت دي.

په برتانيا کې د ساندويچ صنعت تر ١٠ ميلياردو ډالرو ډير ارزښت لري.

٢٥٠ کاله وړاندې د لوبې پر وخت خوړل شوى لومړنى ساندويچ د څومره نورو انسانانو په خير تمام شو.

ورته مطالب