یمن وايي څارګرو الوتکو د القاعده ۱۱ غړي وژلي

څارګره الوتکه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طبي سرچینې وايي چې د یمن د الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۱۵ اورپکي وژل شوي، او اووه کورونه ویجاړ شوي دي.

يمن کې پوځ وايي په سوېلي ابین ښار کې په دوه هوايي گوزارونو کې د القاعدې لږ ترلږه لس اورپکي وژل شوي دي.

فکر کېږي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو دغه گوزارونه کړي.

واشنگټن ددې پخلى نه دى کړى او امريکايي چارواکو يمن کې د بې پيلوټه الوتکو د کارونې په اړه څه نه دي ويلي.

د پنجشنبې په ورځ يوه توغنديز بريد د القاعدې اته اورپکي ووژل.

د دوشنبې په ورځ يمني چارواکو وويل، د القاعدې هغه مشر وژل شوى چې په ٢٠٠٠ کال پر امريکايي پوځي بېړۍ بريد کې د لاس لرلو له کبله يې لټه کېده.

واک نیول

بي بي سي ته یمني پوځي سرچینو ویلي چې له څو میاشتو راهیسې یې د القاعدې شبکې پرضد پر سوېلي ابین ښار د بېرته واک ترلاسه کولو په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي.

خو قبایلي سرچرینو ویلي چې د القاعدې جنګیالیو پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي.

طبي سرچینې وايي چې د یمن د الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۱۵ اورپکي وژل شوي، او اووه کورونه ویجاړ شوي دي.

په یمن کې د القاعدې شبکې متخصص عبدالرزاق الجمل وايي، دا عملیات د یمني، امریکايي او سعودي عربستان د پوځ او استخباراتو په ګډه ملګرتیا ترسره کېږي.

ورته مطالب