چین د دلای لاما د وژنې دسیسه "دروغ" وبلله

دلای لاما د انځور حقوق Reuters
Image caption دلای لاما په ۱۹۵۹ کال وروسته تر هغه د پېکینګ حکومت ضد یاغي حرکت یې ناکام شو، له تبت وتښتېد، چې دا مهال د هند په درمسال ښار کې اوسېږي.

چین د بودايي مشر دلال لاما هغه ادعا رد کړې، چې وايي حکومت یې د وژلو لپاره ښځې ورلېږلې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دلای لاما دا څرګندونې "بې بنسټه" بللې دي.

چین دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې دلای لاما یوې برتانوي ورځپاڼې ته ویلي داسې رپوټونه ورغلي چې چین یې د وژلو دسیسه جوړوي.

د ویلو ده چې چین دلای لاما له ډېر وخت راهیسې له چین څخه د تبت ولایت د جلا کولو هڅې کوي.

دلای لاما هم خپله د تبت دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هونګ لي یوې خبري غونډې ه ویلي چې دلای لاما د خپل ځان د مطرحولو لپاره دا تبلیغات کوي.

ویاند زیاتوي "دلای لاما چې د مذهبي سړي جامې اغوندي، په نړیواله کچه له چین څخه د جلا کولو فعالیتونه پیل کړي دي."

د چین (ګلوبل ټایمز) ورځپاڼې بیا ویلي چې د دلای لاما دا څرګندونې دروغ دي:

"د دلای لاما له لوري د هغه د وژنې ادعاوې د چینايي جګړه ییزو پخوانيو کیسو په شان دي. داسې ښکاري چې د هغه بوډاوالي له هغه سره ددا ډول بې بنسټه ادعاو په خپرولو کې همکاري کړې ده."

دلای لاما یوې برتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي، چین یې د وژلو لپاره ځینې کارکوونکې وراستولې چې په وېښتانو کې یې وژونکي زهر ځای پرځای کړي وو.

نوموړی ادعا کوي دغو ښځو ته ویل شوي چې په لاسونو روغبړ ورسره وکړي او خپل وېښتان له دلای لاما سره ولګوي، چې په دې سره به هغه ومري.

دلای لاما په ۱۹۵۹ کال وروسته تر هغه د پېکینګ حکومت ضد یاغي حرکت یې ناکام شو، له تبت وتښتېد، چې دا مهال د هند په درمسال ښار کې اوسېږي.

دلای لاما له چین پرته د نړۍ هېوادونو ته د خپل باور ډېرولو لپاره سفرونه کوي.

ورته مطالب