پاکستان د شيکاگو کانفرانس ته رسمآ وبلل شو

Image caption څه موده وړاندې پاکستاني پارلمان د رايو په اکثريت د امريکا او ناټو سره د ښکيلتيا نويو لارښوونو ته رايه ورکړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د ناټو له خوا بلنه ورکړل شوې چې شیکاګو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د ناټو سرمشریزه کې گډون وکړي.

دغه بلنليک له هغې وروسته استول شوى چې پاکستان افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د پرانيستلو خبر ورکړ.

دغه لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې په تير نومبر کې د امريکايي پوځ گوزارونو له افغانستان سره په پوله تر ٢٠ ډير پاکستاني عسکر ووژل.

په پام کې ده چې د روانې میاشتې په شلمه نېټه دغه سرمشریزه د امريکا په شيکاگو کې تر سره شي.

له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د پاکستان له خوا د دې مهمې اکمالاتي لارې تړل په دې معنا و چې ناټو بايد په ډيرو گرانو او غير مستقيمو لارو لکه د مرکزي اسيا يا هم په روسيې تکيه وکړي.

د دغې لارې تړولو د پاکستان او متحدينو تر منځ اړيکو باندې سيورى غوړلى و خو په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو سره د پاکستان غبرگون او نيوکو دغه اړيکې لاپسې ترينگلې کړې.

د دې احتمال شته چې دغه خړپړتيا به دوام ومومي خو که دغه لاره خوندي وساتل شي نو دا پرانيستنه يو مهم کار دى.

دا چې دغه لاره به څه مهال پرانيستل کيږي په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

څه موده وړاندې پاکستاني پارلمان د رايو په اکثريت د امريکا له متحده ايالتو، ناټو او نړيوالو مرستندويه ځواکونو ايساف سره د ښکيلتيا نويو لارښوونو ته رايه ورکړه. دغې رايي افغانستان کې ميشتو ناټويي ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د پرانيستو لاره هم هواره کړې ده.

په پاکستان کې دننه د ناټو لپاره د لارې د بيا پرانيستو او د امريکا د بې پيلوټه الوتکو گوزارونو پر ضد ډيرې مظاهرې شوي او په ځانگړي ډول مذهبي ډلو د داسې پريکړو تل سخت مخالفت کړى.

بلې خوا ته امريکايي چارواکي د بې پيلوټه الوتکو گوزارونه د القاعدې او نورو اورپکو د له منځه وړلو په برخه کې مهمه وسله بللې او د ولسمشر اوباما په گډون امريکايي مشرانو ترې دفاع کړې ده.

ورته مطالب