ایران وايي د اتوم پوه قاتل یې اعدام کړ

مجيد جمالي فشي د انځور حقوق AFP
Image caption د محاکمې پر ماښام د "اعتراف" پرمهال، فشي ټينګار کړی چې اسراییلو کې د موساد د یوه غړي په لاس د محمدي د وژلو لپاره "روزل" شوی دی.

ایران وايي چې د ایراني اتوم پوه مسعود عل ي محمدي قاتل مجید جمالي فشي یې اعدام کړ.

پر فشي تور و چې په ۲۰۱۰ کال یې د ایراني اتوم پوه وژنه د اسراییلو د دسیسې یوه برخه وه.

په تهران کې انقلابي محکمې په تېر اګست کې فشي په اعدام محکوم کړی و.

په تېر اګست کې ایراني رسنیو وویل چې فشي "له دې کبله په مرګ محکوم شو چې د موساد او صهیونیستي نظام په همکارۍ یې د علي محمدي کور مخې ته په یوه ګاډي کې هغه ته ماین اېښی و."

فشي همداراز "له اسراییلو او د هغوی له استخباراتي سازمان موساد" سره په مرسته تورن و.

ایران وايي چې فشي له موساد څخه د همکارۍ په بدل کې ۱۲۰ زره ډالره ترلاسه کړي دي.

د محاکمې پر ماښام د "اعتراف" پرمهال، فشي ټينګار کړی چې اسراییلو کې د موساد د یوه غړي په لاس د محمدي د وژلو لپاره "روزل" شوی دی.

یو بل ایرانی اتوم پوه مجید شهریاري هم د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې په تهران کې هغه مهال ووژل شو، چې په ګاډي کې یې ماین وچوول شو.

ایران ددغو وژنو پړه پر اسراییلو او د امریکا پر متحده ایالتونو اچوي.

ورته مطالب