د شيکاګو سرمشريزه په څو ساعتونو کې پيلېدونکې ده

Image caption په ټوله کې د شيکاګو سرمشريزې ته د شپېتو هېوادو مشران ته وربلل شوي دي.

د ناټو پنځه ويشتمې سرمشريزې ته د ولسمشر اوباما په اصلي ټاټوبي- شيکاگو کې وروستى چمتووالى بشپړ شوى چې يوه مهمه موضوع به يې افغانستان وي.

په څو ساعتو کې پرانستل کېدونکې دا غونډه د ناټو په تاريخ کې تر ټولو لويه بلل شوې چې دوه ورځې به روانه وي.

په ټوله کې د شپېتو هېوادو مشران غونډې ته وربلل شوي دي.

لومړۍ ورځ يې د ناټو کورنۍ چارې دي چې څه ډول د اقتصادي کړکېچ او ډېرو شويو ترهگريزو گواښونو په دې پړاو کې ننگونې ځواب کړي.

د افغانستان مساله يې د غونډې پر دويمه ورځ د غبرگولي پر لومړۍ څېړل کېږي.

سرمنشي اندېرس فو راسموسين د سرمشريزې په درشل کې يو ځل بيا افغانستان ته د ناټو پر ژمنتيا ټينگار وکړ.

هغه چې د افغانستان، امريکا او د ناټو د غړو هېوادو ورغلو ځوانانو ته په شيکاگو کې غږېده، وويل چې سرمشريزه به د افغانستان په اړه خورا روښانه پيغام واستوي:

"د ٢٠١٤ تر پايه به د امنيت ولکه بشپړه پخپله د افغانانو په لاس کې وي. دا هغه مهال دى چې د آيساف ماموريت په کې پاى ته رسېږي. دا زموږ د ژمنتيا د پاى مانا نه لري او موږ به دا خبره دلته – په شيکاگو پوره روښانه کړو."

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ افغان پلاوى هڅه کوي چې په شيکاگو کې له مشرانو نه د خپلو ځواکونو د راتلونکې مادي او پوځي تامين ژمنې تر لاسه کړي.

د سرمنشي راسموسين اشاره دا وه چې دغسې يوه ژمنه کېدونکې ده، خو پوره کول يې، د هغه په وينا تر ناټو بهر د نورو هېوادو همکاري هم غواړي:

"موږ به د افغان ځواکونو په تامين کې بشپړه ونډه واخلو، خو په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې نور غړي هم خپله ونډه درلودلى شي. ناټو به د پخوا په څېر له افغانستان سره اوږه په اوږه پاتې وي چې افغانستان وکړى شي خپل هر وگړي ته ښه راتلونکې او موږ ټولو ته ښه امنيت چمتو کړي."

هغه په پاکستان کې د طالبانو او القاعدې پټنځايونو ته مخامخ گوته ونيوله او ويې ويل چې دا موضوع غوڅېدل غواړي.

خو د پاکستان همکاري يې په افغانستان کې د ټيکاو لپاره د پخوا په څېر مهمه وبلله:

"موږ د پاکستان له مثبتې ونډې پرته د افغانستان ستونزه نشو هوارولاى. موږ ولسمشر زرداري رابللى چې دلته په دې سرمشريزه کې راسره گډون وکړي. زه به له هغه سره کتنه لرم او په ډانگ پېيلې خبرې ورته ولرم."

اټکل نه دى چې مشران دې له طالبانو سره پر سوله ييز بهير هم تم شي.

خو سرمنشي راسموسين چې طالبان يې د ناټو غليمان وبلل، قانون او مدني آزاديو ته د درناوي په صورت کې له هغوى سره خبرې رد نه کړي.

ورته مطالب