اوباما: افغانستان کې سختې ورځې په مخ کې دي

Image caption اوباما وايي له نورو نړېوالو متحدينو سره به ويني چې د مسوليتونو د ليږد د بل پړاو طرحه جوړه کړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په شيکاګو کې د ناټو شرمشريزې پر مهال چې له افغانستان نه وتنه يې د سر موضوع جوړوي، "ترمخ د سختو ورځو" خبرداری ورکړی دی.

د فرانسې نوي ولسمشر فرانوسا اولاند يو ځل بيا وويل دی به له ټاکل شوی مهالوېش دوه کاله وړاندې، د ۲۰۱۲ کال تر پايه فرانسوي ځواکونه وباسي.

ناټو په دې تياري بوخته ده، چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه افغان ځواکونو ته د امنيت ساتنې دندې وسپاري.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل هېواد يې پر خپلو مسوليتونو او دندو پوره پوهېږي.

د ناټو ځينې غړي هېوادونو له افغان ځواکونو سره د مرستې په موخه د بسپنو ورکړې ژمنه کړې چې په خپل توان د طالب اورپکۍ چاره وکړی شي.

د بي بي سي د دفاعی چارو خبرياله کارولاين وايټ وايي سرمشريزه په دې لټه کې ده چې د دوو بېلو پيغامونو پر سر جوړجاړي ته سره ورسېږي.

له يوه اړخه دوی د ناټو غړيو هېوداولو ته وايي چې په افغانستان کې د دوی ځواکونو لپاره جګړه پای ته نژدې کېدونکې ده، په داسې حال کې چې افغانانو ته پر دې ټينګار کوي ګنې دغه تړون به له ۲۰۱۴ کال وروسته دوی يوازې نه پرېږدي.

"پرېکړه"

Image caption د ناټو سرمنشي وايي مخې ته پرته ننګونه يې نړېواله ده

د ناټو سرمنشي د کنفرانس په څنډو کې د خبريالانو ته وويل چې زموږ مخې ته پرته ننګونه نړېواله ده او زموږ د دې کړنې موخه د ناټو او د نړۍ امنيت ټينګول دي.

"موږ غواړو دا پيغام ورکړو چې موږ به افغانستان ته ژمن پاتې کيږو او دا ماموريت به بريالي توب ته رسوو".

ښاغلي راسموسن د فرانسې د نوي ټاکل شوي ولسمشر فرانسوا اولاند څرګندونو ته چې ويلي و د روان کال تر پايه به خپل سرتيري له افغانستانه وباسي وويل:

"دا ماته د حيرانتيا وړ خبره نه ده چې ښاغلی اولاند غواړي خپلو خلکو سره کړې ژمنه پوره کړي او يو سياسيتوال بايد له خپل ولس سره کړې ژمنه سر ته ورسوي. خو ښاغلي اولاند موږ سره دا ژمنه هم کړې چې له نورو لارو به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي".

ښاغلي راسموسن په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې پرانیستو ته په اشاره وويل موږ له پاکستاني چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړي دي او هيله من يو چې دغه لاره ژر خلاصه شي.

ولسمشر اوباما د غونډې په پرانیسته کې ګډونوالو ته وويل په راتلونکو دوو ورځو کې به موږ د ټلوالې غړو سره خبرې وکړو بیا به له ولسمشر کرزي او نورو نړېوالو متحدينو سره ووينو چې د مسوليتونو د ليږد د بل پړاو طرح جوړه کړو.

ښاغلي اوباما زياته کړه لکه څنګه چې موږ خپل ګډ امنيت لپاره قرباني ورکړې نو په يو موټي توګه به د دغه ماموريت په بشپړولو کې د يو بل تر څنګ ودرېږو.

ورته مطالب