اوباما: د مسوليتونو د لېږد پر راتلونکي پړاو غور کوو

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption غونډه د ناټو وژل شویو سرتيرو ته د درناوي په وړاندې کولو پيل شوه.

د ناټو د سرمشريزې ګډونوال د دغه کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د مسوليتونو د ليږد پر راتلونکو پړاونو غور کوي.

ولسمشر اوباما د غونډې په پرانیسته کې ګډونوالو ته وويل په راتلونکو دوو ورځو کې به موږ د ټلوالې غړو سره خبرې وکړو بیا به له ولسمشر کرزي او نورو نړېوالو متحدينو سره ووينو چې د مسوليتونو د ليږد د بل پړاو طرح جوړه کړو.

ښاغلي اوباما زياته کړه لکه څنګه چې موږ خپل ګډ امنيت لپاره قرباني ورکړې نو په يو موټي توګه به د دغه ماموريت په بشپړولو کې د يو بل تر څنګ ودريږو.

په شيکاګو کې د ناټو په سر مشريزه کې د نړۍ د څه د باسه ۵۰ هېوادونو مشرانو ګډون کړی دی.

غونډه د ناټو وژل شویو سرتيرو ته د درناوي په وړاندې کولو پيل شوه.

د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن غونډه پرانیسته او ګډونوالو ته يې په خپله وينا کې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۱۴ ميلادي کال پورې به افغانانو ته د مسوليتونو د ليږد بهير بشپړ کړي.

د کنفرانس له پرانیستې نه وړاندې د ناټو سرمنشي خبريالانو ته په خبرو کې وويل چې د شيکاګو د سر مشريزې پيغام دا دی چې موږ به له افغانستان نه د وتلو په برخه کې بیړه نه کوو او دغه هېواد ته به ژمن پاتې کيږو.

ښاغلي راسموسن د فرانسې د نوي ټاکل شوي ولسمشر فرانسوا اولاند څرګندونو ته چې ويلي و د روان کال تر پايه به خپل سرتيري له افغانستانه وباسي وويل:

"دا ماته د حيرانتيا وړ خبره نه ده چې ښاغلی اولاند غواړي خپلو خلکو سره کړې ژمنه پوره کړي او يو سياسيتوال بايد له خپل ولس سره کړې ژمنه سر ته ورسوي. خو ښاغلي اولاند موږ سره دا ژمنه هم کړې چې له نورو لارو به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي".

ښاغلي راسموسن په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې پرانیستو ته په اشاره وويل موږ له پاکستاني چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړي دي او هيله من يو چې دغه لاره ژر خلاصه شي.

په همدې ترڅ کې طالبانو د يوې وينا پاڼې په خپرولو د فرانسې د نوي ولسمشر د پړېکړې ستاینه کړې چې وايي د روان کال تر پايه به فرانسوي سرتيري له افغانستانه وباسي.

په وينا پاڼه کې د ناټو پر غړو هيوادونو غږ شوی چې د خپلو ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او خپل ځواکونه سملاسي له افغانستانه وباسي.

وينا پاڼه زياتوي:

"طالبانو پوځي او سياسي لارې پرانستې پرې ايښې خو په دې باور دي چې د نيواکګرو له لوري د سوله ییز حل خبره بې بنسټه ده ځکه چې د افغانانو تر منځ د پخلاينې په لاره کې په افغانستان کې د امريکا او د هغې د ملګرو حضور اصلي خنډ دی".

ورته مطالب