د لاکربي چاودنې تورن عبدالباسط المقرحي ومړ

المقرحي
Image caption المقرحي د لېبیا د مخکنۍ استخباراتي ادارې افسر و، چې د ۱۹۸۸ کال په دسمبر کې د لاکربي د چاودنې پړه پرې اچول شوې ده.

د لېبیا مخکنی استخباراتي افسر او په ۱۹۸۸ کال د سکاټلنډ لاکربي پر یوه کلي د یوې الوتکې د غورځولو پړ عبدالباسط المقرحي د لېبیا پلازمېنه طرابلس کې مړ شوی دی.

لېبیا ویلي چې د نوموړي ساه پخپل کور کې ختلې ده.

رویټرز خبري اژانس د المقرحي د ورور عبدالحکیم المقرحي له خولې ویلي چې، عبدالباسط د ګرینویچ پر وخت د تېرې یکشنبې پر ورځ له ماسپښین مخکې په ۱۱ بجو ومړ.

نوموړي د المقرحي د مړینې سبب د هغه اوږده سرطاني ناروغي بللې ده.

۶۰ کلن المقرحي هغه لومړی تورن کس دی، چې د سکاټلنډ یوې محکمې په هالنډ کې په ۲۰۰۱ کال د ۲۷۰ کسانو په وژنې تورن وباله.

خو سکاټلنډي چارواکو بیا په ۲۰۰۹ کال د هغه د خوشي کولو پرېکړه وکړه، او د خوشي کولو سبب یې د هغه سرطاني ناروغي وبلله.

ډاکټرانو ویل چې المقرحي شاید درې میاشتې نور ونه پايي.

لېبیا ته د دغه هېواد د مخکني ولسمشر معمرالقذافي د واکمنۍ پرمهال د عبدالباسط المقرحي د ستېندا تود هرکلی وشو.

د نوموړي پر خوشي کېدو د ساټلنډ د لاکربي په پېښه کې د وژل شوو کسانو غصه راوپاروله، خو یو شمېر نورو بیا هغه په دې وژنه کې بې ګناه بللی و.

د وژل شوو یوه خپلوان جیم سویر د المقرحي مړینه "ډېره غمجنه پېښه" بللې ده.

سویر چې د المقرحي د محاکمې د ډلې غړی هم دی، وايي چې "ان تر پایه یې ټولې کورنۍ د المقرحي په حق کې د پرېکړې د بېرته اخیستو هوډ درلود."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption المقرحي څو کاله له سرطان ناروغۍ وکړېده.

په طرابلس کې د المقرحي د کور له مخې د بي بي سي خبریاله رانا جواد وايي، د هغه د کورنۍ غړي د فاتحې اخیستو لپاره چمتووالی نیسي.

تېره میاشت، د المقرحي زوی وویل چې د پلار روغتیايي وضعیت یې خراب شوی، او روغتون ته د وینې د ورکولو لپاره بېول شوي.

المقرحي د لېبیا د مخکنۍ استخباراتي ادارې افسر و، چې د ۱۹۸۸ کال په دسمبر کې د لاکربي د چاودنې پړه پرې اچول شوې ده.

ورته مطالب