د فرانسې پريکړې پر سرمشريزې سيورى غوړولى

حامد کرزي له فرانسوي ولسمشر
Image caption حامد کرزي له فرانسوي ولسمشر د بیارغاونې، روغتیا، لوړو زده کړو او لا ډېرو اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

په شیکاګو کې د ناټو پر سرمشریزه د فرانسې د نوي ولسمشر هغې غوښتنې سیوری غوړولی چې د روان کال تر پایه له افغانستانه خپل پوځونه را وباسي.

خو لکه چې په بي بي سي کې د ديپلوماتیکو چارو خبریال جوناتان مارکس کاږي ناټو به څنګه د فرانسې غوښتنې ته مثبت ځواب وایی په داسې حال کې چې د ناټو ګډ ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسیږي؟

د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا او لاند دا په ډاکه کړه چې هوډ لري د روان کال تر پایه خپل ۳۴۰۰ تنه سرتیري له افغانستانه وباسي.

د کال په پیل کې د فرانسې دریځ دا و چې افغانستان ته په ګډه ننوتي او بیرته به په ګډه راوځي. خو د ۲۰۱۲م کال په جنوري کې د یوه افغان سرتیري لخوا د دوی د ۵ سرتېرو وژنې د دوی هوډ بدل کړ.

د هغه مهال لومړي وزیر نیکولاس سرکوزي اعلان وکړ چې د ۲۰۱۳م کال ترپایه به فرانسوي سرتیري له افغانستانه وباسي.

خو فرانسوا اولاند دې ته په کتو چې جګړه یې په هیواد کې څومره کرکه لري، د سرتېرو را اېستل له هغه هم رامخکې کړل. هغه فرانسوي سرتیري چې په د افغان پوځ په روزنه بوخت دي نور هم په افغانستان کې پاتې کیږي او فرانسه ښایی د روزنې په بدل کې زیاتې پیسې ورکړي.

په شیکاګو کې د ناټو غونډه پدې ټینګار کوي چې ناټو متحد دی او له افغانستانه د فرانسوي سرتیرو راوتل به د دوی یووالی اغېزمن نه کړي.

Image caption په ٢٠١٣ کال کې د پوځيانو راويستل د فرانسوي وگړو سره زما يوه ژمنه ده.

د فرانسوي سرتېرو ژر را ایستل به ځینې لوژستیکي ستونزې هم ولري. دا لا نه ده روښانه چې کانتینرونه او لوی ګاډي به تر ډسمبر پورې له هېواده را اېستلو ته چمتو شي.

دا په دې پورې هم اړه لري چې له پاکستان سره د ناټو خبرې اترې کوم ځای ته رسیږي چې کراچۍ ته رسیدونکې لاره بیا د ناټو پرمخ پرانیزي.

د وسایلو او تجهیزاتو د کاروانونو خوندیتوب هم خورا مهم دی. دا خورا ستر عملیات دي چې د برتانیې او امریکا د ځواکونو د راوتلو لپاره هم مهم دي چې د ۲۰۱۴ کال لپاره په پام کې دي.

پرېکړه او ژمنې

په يوه خبري غونډه کې د فرانسې ولسمشر اولاند خپلې پريکړه يو ځل بيا تکرار کړه او وويل چې پريکړه يې نه بدلېدونکې ده. ولسمشر اولاند زياته کړه "جنگي ځواکونه به له افغانستانه راويستل کيږي، دا لړۍ پيلېدونکې ده چې د روان کال تر پايه به دوام کوي. په ٢٠١٣ کال کې به يوازې پوځي روزونکي هلته د افغان پوليسو او پوځي افسرانو روزنې لپاره پاتې کيږي.

د پوځيانو راويستل چې فرانسوي وگړو سره زما يوه ژمنه وه، ځکه نو ما په دې اړه ولسمشر اوباما ته معلومات ورکړل او هغوي ته مې وويل چې په دې مسلې کې هيڅ خبرې نه شي کېدى ځکه چې دا د فرانسې د واکمنۍ خبره ده او هغوي په دې ښۀ پوه شول."

بل خوا ته د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو په شيکاګو کې د يوې ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه د فرانسې د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ جاري ساتي.

حامد کرزي له فرانسوي ولسمشر د بیارغاونې، روغتیا، لوړو زده کړو او لا ډېرو اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب