په نړۍ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه په لوړېدا ده

د انځور حقوق bbc
Image caption سازمان له حکومتونو غوښتي چې د ځوانانو لپاره د کار موندې مساله پخپلو لومړیتوبونو کې راولي.

د کار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ګرده نړۍ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه په لوړېدا ده.

د دغه سازمان په نوي راپور کې ويل شوي ډېری مسلکي کسان پارټ ټايم يا په ورځ کې د څو ساعتونو کار او هم غير مسلکي کارونو ته مجبوريږي.

سازمان وايي چې اوس مهال د نړۍ ٪۱۳ ځوانان بې کاره دي، چې تر راتلونکو څلورو کالو پورې به دا کچه ډېره لوړه شي.

دوی خبرداری ورکړی چې شپږ ميليونه نور ځوانان د کار موندلو په لټه کې ګيچ او نهيلي شوي دي.

دغه سازمان پر حکومتونو ټينګار کړی چې خلکو ته د کار موندل د خپلو کاري لومړيتونو په سر کې ځای ورکړي.

د کار نړیوال سازمان یا (ILO) وايي، چې ګڼ مسلکي ځوانان د نیمې ورځې کار او یا هم نامسلکي کار ته اړایستل کېږي.

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د بې کارۍ له دې بحران څخه تر شپږ میلیون ډېر خلک اغېزمن شوي، او د کارونو په لټه کې دي.

سازمان له حکومتونو غوښتي چې د ځوانانو لپاره د کار موندې مساله پخپلو لومړیتوبونو کې راولي.

له ۲۰۰۷ راهیسې، د ځوانانو کسانو د بې کاره کچه څلور میلیون لوړه شوې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption په منځني ختيځ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ۲۶.۵ سلنې ته ختلې ده.

دغه سازمان وايي، چې په نړۍ ک د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو ځوانانو د بې کارۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې، چې شمېر یې ۷۵ میلیون کسانو ته رسېږي.

راپور کاږي چې په اروپايي اتحادیه کې، له هرو پنځو ځوانانو یې یو د کار په لټه کې دی.

راپور زیاتوي چې تېر کال په شمالي افریقا کې شاوخوا ٪۲۷.۹ ځوانان بې کاره وو، چې د تېر کال عرب پسرلي له پیل راهیسې دا کچه پنځه سلنه نوره هم لوړه شوې ده.

په منځني ختيځ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ۲۶.۵ سلنې ته ختلې ده.

ورته مطالب