افغانستان کې د امریکا سفیر دنده پرېږدي

رایان کراکر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۶۲ کلن کراکر مخکې لبنان، پاکستان، کویت سوریه او عراق کې د امریکا سفیر پاتې شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا یوه جګپوړي دپلومات او سفیر رایان کراکر د خپل ماموریت له پای ته رسېدا یو کال وړاندې د دندې د پرېښودو هوډ کړی دی.

کابل کې د امریکا سفارت یوه ویاند د تېرې سه شنبې پر ورځ (مۍ ۲۲/ جوزا (غبرګولي) ۲) اعلان وکړ چې "افغانستان کې د امریکا سفیر رایان کراکر په راتلونکي اوړي کې خپله دنده پرېږدي. "

ښاغلی کراکر په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان کې د امریکا سفیر وټاکل شو.

په پاکستان کې د امريکا سفير کيمرون مونتر هم په را روان دوبي کې د خپلې دندې د پرېښودو اعلان کړى دى.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې ښاغلی کراکر ولې له خپل ماموریت پای ته رسېدا یو کال وړاندې له دندې استعفا کوي.

وړاندې هم د ښاغلي کراکر د استعفا ګنګوسې وې، خو د امریکا سفارت دوه اوونۍ وړاندې دا احتمال رد کړی و او اوس یې رسماً ومانه.

ویل کېږي چې د ښاغلي کراکر ځایناستی به د هغه یو مرستیال جیمز کانینګام کابل کې د امریکا سفیر وټاکل شي.

۶۲ کلن کراکر مخکې لبنان، پاکستان، کویت سوریه او عراق کې د امریکا سفیر پاتې شوی دی.

په عراق کې د ماموریت له ختمېدا وروسته په کور کښېنات او د ټکساس ایالت د کرنې او میخانیک پوهنځيو کې رییس وټاکل شو.

رایان کراکر افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو د قومندان جنرال جان الن له راتګ سره هم مهاله کابل کې دنده پیل کړه.

د هغه د ماموریت په پیلېدا سره دا تمه کېده چې ګني د حامد کرزي د ادارې او متحده ایالتونو ترمنځ اړیکي به ښه شي.

خو دا تمه برعکس وختله، او د ښاغلي کراکر د ماموریت پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکي همداې ترینګلي پاتې شول.

ورته مطالب