SpaceX فضايي کپسول په بریالیتوب وتوغول شو

SpaceX د انځور حقوق AP
Image caption دا لومړی ځل دی چې فضا ته د اکمالاتي توکو کپسول توغول کېږي، چې وروسته به فضا او له فضا ځمکې ته د لېږدوونکو توغندیو د تګ راتګ لړۍ دوام ومومي.

د متحدو ایالتونو کلیفورنیا ایالت کې یوه خصوصي شرکت د SpaceX په نامه یو فضايي کپسول، چې نړیوالې فضايي اډې ته اکمالاتي توکي په کې بار وو، په بریالیتوب توغولی دی.

په دې Falcon ډوله توغندي کې Dragon کپسول بار شوی، چې د فلوریډا له ایالت څخه د تېرې سه شنبې پر ورځ په سیمه ییز وخت ګهیځ پاو کم څلور بجې وتوغول شو.

دغه کپسول له جلا کېدا سره سم خپلې لمرینې تختې پرانیستلې.

دې توغندي په لسو دقیقو کې ۳۴۰ کیلومتره فضايي واټن وواهه، خو نړیوالې فضايي اډې رسېدل یې شاید څو ورځې ونیسی.

د پلان له مخې دغه کپسول کې د کنټرول او اړیکو سیستم ځای پرځای شوی، چې له نړیوالې فضايي اډې دوه نیم کیلومتره لیرې به یوڅه درنګ وکړي.

بیا، دغه توغندی د فضايي چارو پوهان د یوه اتوماتیک اړم په مټ فضايي اډې ته ننباسي.

په توغندي کې ۵۰۰ کیلوګرامه بار خوراکي توکي، اوبه او نوره توښه به هلته کوزه کړای شي، او بیا له خپل مدار څخه راګرځي او د روانې مۍ میاشتې په وروستیو کې به ځمکې ته راستون شي.

د توغندي د توغولو شېبه د دغه توغندي د بنسټګر او جوړوونکي ایلون موش په ژوند کې تر ټولو لویه د خوښۍ شېبه وه.

موش وویل: "د کپسول د توغولو پرمهال مې په بدن کې د ادرینالین وروستی څاڅکی په جوش راغی، ددغه کپسول د ماموریت ترسره کېدو لپاره موږ لویې تمې لرو؛ همدا ده چې په بریالیتوب سره توغولو یې موږ ته د ارامۍ ساه راکړه."

دا لومړی ځل دی چې فضا ته د اکمالاتي توکو کپسول توغول کېږي، چې وروسته به فضا او له فضا ځمکې ته د لېږدوونکو توغندیو د تګ راتګ لړۍ دوام ومومي.

"ناسا" هوډ لري چې د روان کال په وروستیو او یا هم د راتلونکي ۲۰۱۳ کال په پیل کې فضا ته د اکمالاتي توکو د لېږد لپاره یو ځانګړی شرکت وګماري.

ورته مطالب