مصریان ولسمشر ټاکي

رای اچوونکي د انځور حقوق
Image caption شنونکي په دې اند دي چې په ۱۳ کاندیدانو کې به شاید څلور یا پنځه کسان د وروستي پړاو ټاکنو ته پاتې شي.

په مصر کې د حسني مبارک د نظام له ړنګېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رای اچول پیل شوي دي.

په دې ټاکنو کې تر پنځوسو میلیونو ډېر مصري وګړي ګډون کوي.

د حسني مبارک نظام د تېر ۲۰۱۱ کال د جنورۍ د ۲۵مې د پاڅون په پایله کې ړنګ شو.

د ولسمشرۍ ټاکنې به دوه ورځې دوام کوي، او مصریان د ۱۳ کاندیدانو له منځه ولسمشر ټاکي.

پر دغو ټاکنو سیمه ییز او نړیوال څارونکي هم نظارت کوي.

د ولسمشرۍ دغو ټاکنو کې د مصر له ګڼو ګوندونو کسان کاندید شوي دي.

شنونکي په دې اند دي چې په ۱۳ کاندیدانو کې به شاید څلور یا پنځه کسان د وروستي پړاو ټاکنو ته پاتې شي.

د مصر په ټول ټال اووه ویشتو ولایتونو کې تر پنځوسو زرو ډېر رای اچوونکي د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کوي، چې تر ټولو ډېره ټاکنیزه ګڼه ګوڼه به پلازمېنه قاهره کې وي.

د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو عالي کمیسیون وايي، د دغو ټاکنو پایله به لږترلږه د روانۍ مې پر ۲۹ اعلان شي.

که چېرې هېڅ کوم کاندید له ۵۰ سلنې ډېرې رایې ونه ګټلې، نو د اوو ورځو د ننه به مصریان په دویم پړاو ټاکنو کې رایې اچوي.

دویم پړاو ټاکنې به د راتلونکې جولای پر شپاړسمه او اوولسمه نېټه ترسره کېږي.

په دې حالت کې به د ټاکنو وروستۍ پایلې د جولای تر ۲۱ پورې اعلان شي.

امنیتي چمتووالی

د مصر په ګڼو سیمو کې د ټاکنو د امنیت لپاره تر یو نیم سلو زرو ډېر پوځيان او پولیس ځای پرځای شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشرۍ ټاکنې به دوه ورځې دوام کوي، او مصریان د ۱۳ کاندیدانو له منځه ولسمشر ټاکي.

د مصر لومړي وزیر کمال الجنزوري تمه ښودلې چې دا ټاکنې په سوله ییز او ارامه فضا کې سرته ورسېږي.

نوموړي له خلکو په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې ده او وايي چې د ټاکنو لپاره دې امنیتي ښه ټينګ ونیول شي.

د ټاکنو څارنه

د مصر د ولسمشرۍ ټاکنو څارنه "د ولسمشرۍ ټاکنو جرګه ګۍ" پرغاړه ده.

دغه جرګه ګۍ د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د رایو اچولو له بهیر پیل بیا د پایلو تر اعلان پورې د څارنې دنده لري.

پر ټاکنو قضايي ارګان هم څارنه لري، چې شاوخوا ۱۴۵۰۹ قاضیان د ټاکنو بهیر او د رای اچولو صندقونه څاري.

همداراز، د ټاکنو د څارنې په بهیر کې لسګونه نړیوالې او سیمه ییزې مدني ټولنې هم برخه لري.

او د مصر د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې د ۵۰ هېوادونو څارونکي او د اروپايي اتحادیې ۲۷ استازي او همدارنګه د عربي ټولنې استازي څارنه کوي.

ورته مطالب