د افغانستان په تړاو اولاند ژمنې پوره کولى شي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption فرانسوا اولاند په افغانستان کې.

د ناټو له نورو غړو څخه ٢٤ مياشتې د مخه د فرانسوي عسکرو وتل، ځينو ته د اندېښنې وړ برېښېدلي دي.

که څه هم ولسشمر حامد کرزي ويلي چې د نژدې ٣٥٠٠ بهرنيو عسکرو ژر وتل پر جنگي حالت اغېز نه لري، خو د هغوى پر ځاى د افغان ځواکونو اچول به هم يوه ننگونه وي.

فرانسوا اولاند د عسکرو د ژر ايستنې د هوډ تر څنگ له افغانستان سره پر پرله پسې مرستو هم ټينگار وکړ.

په پاريس کې خبريالې واليري روهر چې د افغانستان پېښې څېړي، بي بي سي ته وويل چې ولسمشر اولاند ټيک د همدغه وروستۍ خبرې د اورولو لپاره کابل ته ورغلى و.

آغلې روهر وايي د اولاند تر مشرۍ لاندې فرانسه به هڅه وکړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغان پوليسو د روزنې په برخه کې جوته ونډه ولري.

هغې وويل ځانگړي فرانسوي ځواکونه به هم له امريکا سره خپله همکاري جاري وساتي:

"اوس موږ د پوځي همکاريو له مرحلې نه د دواړو هېوادونو تر منځ د دوديزو همکاریو پر لور د انتقال په حالت کې يو چې تر ډيره حده به په اقتصادي برخه کې وي. د فرانسې لپاره هم د ولسمشر اولاند په تگلارو کې روزنې ته ځانگړې پاملرنه شوې ده چې غواړي له دې لارې زرگونو تنو ته د کار زمينه برابره کړي. او زه فکر کوم چې افغانستان سره به هم د فرانسې راتلونکې همکاري تر ډيره د روزنې په برخه کې وي".

ښاغلي اولاند د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د خپلو ټولو عسکرو د ژر ايستنې وينا کوله، خو وروسته يې دريځ لږ واوښت او ويې ويل چې دا خبره يوازې د جگړه ييزو ځواکونو په برخه کې سمه ده.

آغلې روهر وويل د فرانسوا اولاند له هيلو سره سره، له تخنيکي پلوه به هم په څو مياشتو کې د سلگونو فرانسوي پوځيانو ايستل ننگونکې وي:

"زه فکر کوم لکه څنګه چې ولسمشر اوباما د گوانتامو د زندان د تړلو په برخه کې د انتخاباتي کمپاين له ستونزې سره مخامخ وه هماغه ډول فرانسوا اولاند هم له يوې انتخاباتي ستونزې سره مخامخ دى. ښاغلى اولاند هم نيت لري چې فرانسوي عسکر له افغانستانه وباسي. په بشپړ ډول د عسکرو د ايستلو په برخه کې ستونزې ډېرې دي. له افغانستان نه د فرانسې د ټولو درنو پوځي تجهيزاتو ايستل وخت ته اړتيا لري او د روان کال ترپايه شونې نه ده. زما په اند دايتلاف ټول غړي له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو پلان لري چې دابه د ترافيک د بنديدو سبب وگرځي".

په بله وينا د فرانسې د چارو دغه شنناندې وايي چې نوى ولسمشر به د خپلو هغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راشي چې د ټاکنو د منډو ترړو پر وخت يې لږ تر لږه له افغانستانه د سرتيرو د ايستلو په تړاو کړې وې.

ورته مطالب