د شکيل اپريدي په بندي کولو د پاکستان مرستې کمې شوې

د انځور حقوق AP
Image caption ډاکټر شکیل اپريدي د القاعده د مشر اسامه د ډې اېن اې ټسټ لپاره په اېبټ اباد کې د واکسینو یو جعلي کمپاېن چلوولی وو.

د امریکا د مشرانو جرګې ېوې کمېټې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کونکی ډاکټر شکیل اپريدي ته د ۳۳ کالو بند د سزا ورکولو په غبرګون کې د پاکستان سره په مرستو کې ۳۳ ملېونه ډالره کمې کړې دي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په قباېلي سېمه خېبر اېجنسۍ کې یو اعلی حکومتي چارواکي ډاکټر شکیل اپريدي ته د ۳۳ کالو بند سزا ورکړه.

د مشرانو جرګې د بهرنيو مرستو د منظوري ورکولو ۳۱ کسېزه کمېټې ډاکټر شکیل اپریدي ته د هرکال د بند د سزا په بدل کې د پاکستان يو ميليون ډالر د کمولو پرېکړه کړې.

د جمهوري غوښتنکي ګوند يوې سناتورې لېنډزې ګراهم د ډاکټر شکیل اپرېدي د ېو کال د سزا په بدل کې د يو ميليون ډالرو د کمښت وړانديز د کمېټې غړو په ېوه خوله منظور کړ.

نوموړې زېاته کړه امریکا او پاکستان دواړه ېو بل ته اړتيا لري، خوامریکا نه غواړي چې پاکستان دوه اړخېزه تګ لاره خپله کړي.

سناتور رچرډ ووېل د حرانتېا وړ ده چې پاکستان هغه کس ته خېانت کونکی واېي چې د اسامه په موندلو کې يې زموږ مرسته کړې.

د کمېټې نورو غړو هم په پاکستان سختې نېوکې وکړې.

سناتور جان کېري چې د پاکستان ملاتړکونکی ګڼل کېدلی شي، وېلي د القاعده د مشر اسامه د يو کال وروسته که پاکستان کوم روښانه ګام پورته کړی، هغه ډاکټر شکیل اپرېدي ته سزا ورکول دي.

سناتور جان کېري ټېنګار وکړ چې ډاکټر شکیل اپريدی هغه کس دی چې د زرګونو امریکايانو وژونکي انجام ته رسولو کې يې د امریکا مرسته کړې.

همدا راز د امریکا د بهرنيو چارو وزېرې هېلرې کلنېټن وېلي چې د ډاکټر شکیل اپريدي سره شوی چلند په مهمو مسالو کې شاملوي.

نوموړې وويل هرو مرو به د ډاکټر شکیل مساله پورته کوي ځکه چې له هغه سره شوی چلند د انصاف ضد کار دی او هېڅ اړتیا یې نه وه.

د امریکا د مشرانو جرګې د کمېټې له خوا د پاکستان په مرستو کې د کمي سره د روان کال لپاره د امریکا په بودجه کې د پاکستان لپاره يو میلیارد ډالر پاتې دي.

هېلرې کلېنټن ويلي چې ډاکټر شکیل اپريدي ته د سزا ورکولو هېڅ وجه نه ښکاري، او امریکا به يې د خوشې کولو لپاره په پاکستان فشار اچوي.

ډاکټر شکیل اپريدي د القاعده د مشر اسامه د ډې اېن اې ټسټ لپاره په اېبټ اباد کې د واکسینو یو جعلي کمپاېن چلوولی وو.

د اسامه بن لادن د وژلو څو ورځو وروسته پاکستاني امنيتي چارواکو ډاکټر شکیل اپرېدی و نيوه.

دخېبر اېجنسۍ د يو اعلی حکومتي چارواکي له خوا د سزا ورکولو وروسته ډاکټر شکیل اپريدی د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول شوی.

د پاکستاني رسنيو په وينا نوموړی په يو ځانګړې کوټه کې بندي دی.

په پاکستاني ورځپاڼو کې راغلي راپورونه وايي چې زندان ته په رسېدو سره د ډاکټر شکیل اپريدي وضعيت خراب شوی او د پېښور لېډې رېډنګ روغتون ډاکټرانو يې درملنه پيل کړې.

د ډاکټر شکیل د نيولو وروسته د نوموړي کورنۍ لادرکه شوې ده.

امنيتي چارواکو د ېو شمېر هغو حکومتي کارکونکو څخه هم پوښتنې پېل کړي چې د ډاکټر شکیل د مرستې تور پرې دی.

ورته مطالب