د تبت لاسا کې دوو تبتیانو "ځانونه سوځولي"

مخکنۍ پېښه د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر کال په اوږدو کې تر ۳۰ ډېرو کسانو تبت کې ځانونه سوځولي دي.

د چین حکومتي رسنیو ویلي چې د چین تبت په مرکز لاسا کې دوو کسانو ځانونو ته اور ورته کړی، چې یو مړ شوی.

دا په لاسا کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده.

ویل کېږي چې دغو کسانو په تېره یکشنبه ځانونو ته اور ورته کړی دی.

د چین شینخوا خبري اژانس وايي "دویم ژغورل شوی کس سخت سوځېدلی دی. "

دا په لاسا کې د ځان سوځونې لومړۍ او په تبت کې دویمه پېښه ده.

په تبت کې د کمونیست ګوند د سیاسي او حقوقي چارو مشر هاو پینګ ویلي چې "دوی په تبتي سیمه کې خپلو ځانونو سوځولو ته دوام ورکړی دی، دوی دا کار له دې کبله کړی، چې له چین د تبتیانو د بېلتون غږ اوچت کړي. "

له څه باندې یوه کال راهیسې تبتیانو –چې ډېرې برخه یې راهبان او راهبات جوړوي- د خپل ځانونه سوځولي دي. ګڼ مړه شوي دي.

دا ډول زیاتره پېښې لوېدديځ سیچوان ولایت په تبتي سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

خو د ځان سوځونې دغه وروستۍ پېښه د لاسا په زړه کې د یوه مشهور درمسال بهر شوې ده.

د دواړو سوځېدلو کسانو په اړه ویل کېږي چې د هغو ځوانانو له ډلې دي چې د چین د واکمن نظام پرضد لاریون سره یوځای شوي وو.

د تېر کال په اوږدو کې تر ۳۰ ډېرو کسانو تبت کې ځانونه سوځولي، چې زیاتره یې مذهبي کسان او هغه تبتي بودايي ځوانان دي چې د چینايي حکومت ضد لاریونونو کې فعالیت لري.

ددغو کسانو له ډلې ډېری یې وژل شوي دي.