څېړنه: چاغو ماشومانو کې د ړندېدو امکان ډېر دی

د انځور حقوق
Image caption په ازمویل شوو کې ۸۵ سلنه هغه ناروغه نجونې وې، چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۹ کالو ترمنځ دي.

د ماشومانو طب ورځپاڼه کې یوې تازه خپرې شوې څېړنې ویلي چې ډېر چاغ ماشومان د مغزو ستونزه درلودلی شي، چې په دې سره یې د لید کچه هم کمزورې کېږي.

ډاکټران وايي چې د کوپړۍ د ننه د وینې پرڼ کېدل چې idiopathic intracranial hypertention (IIH) ورته وايي، تر ډېره په سپین پوستو نجونو کې موندل کېږي.

د کلیفورنیا په کېسر پیرمیټي څېړنیز مرکز کې څېړونکو ویلي هغه څوک چې په کوپړۍ کې د مغزو شاوخوا ته د وینې د راغونډېدو ستونزه لري، په څنګ کې نورې ستونزې هم ورسره مل کېږي.

دوی وايي چې له دې سره، سر دردي او د لید کمزوري کېدل هم رامنځ ته کېږي او سترګې یې په غیر طبیعي ډول رپېږي.

څېړونکي وايي، که ماشوم دا حالت ولري، نو د ړندېدو ۱۰ سلنه امکان یې شته، په ځانګړې توګه که په سمه توګه یې درملنه او تشخیص ونه شي.

څېړونکو دا څېړنه پر شاوخوا ۹۰۰۰۰۰ هغو ماشومانو ترسره کړې، چې عمرونه یې د دوو او ۱۹ کالو ترمنځ دي.

په ازمویل شوو کې ۸۵ سلنه هغه ناروغه نجونې وې، چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۹ کالو ترمنځ دي.

د هغو ماشومانو په پرتله چې نارمل وزن لري، د چاغو ماشومانو د ړندېدو احتمال ۱۶ ځلې ممکن ښودل شوی.

د کېسر پیرمیټي څېړنیز مرکز د څېړنې لیکوال او راغونډوونکی ډاکټر سونو پارارا وايي: "څرګنده ده چې د ماشومانو ډېر وزن د مغزو له یوې خطرناکې ناروغۍ سره تړاو لري."

څېړنه وايي، په ماشومانو کې د کوپړۍ د ګونجېدو ناروغي د هغوی له زیات وزن سره تړاو لري، چې کېدای شي "په پای کې د ماشوم د ړندېدو سبب وګرځي."

ورته مطالب