مظاهره کوونکو قاهره کې د احمد شفیق دفتر ته اور اچولی

مرسي او شفیق د انځور حقوق AFP
Image caption د مصر د ټاکنو د عالي کمیسیون او د اساسي قانون د محکمې مشر مارشال فاروق سلطان ویلي چې هېڅ کوم کاندید په سلو کې ۵۰ رایې ونه شوای ګټلی.

مصري احتجاج کوونکو په قاهره کې د ولسمشرۍ د يوه کانديد احمد شفيق د کمپاين په مرکزي دفتر برید کړی دی.

څو سوه کسان په ودانۍ ورننوتي، ښيښې يې ورماتې کړې او پوسترونه يې هم څيرې کړي دي.

د پېښې له ځایه د بي بي سي خبريال وايي چي د لږ وخت لپاره ودانۍ ته اور هم وراچول شوی و، خو وايي داسې ښکاري چې زيات زيان نه وي وراوښتى.

دغه احتجاج له هغه اعلان نه څو ساعته وروسته کېږي چې وايي د مصر د دویم پړاو ټاکنې به د حسني مبارک د واکمنۍ د مهال د لومړي وزير ښاغلي شفيق او د اخوان المسليمين د گوند د کانديد محمد مرسي ترمنځ کېږي.

محمد احمد يو له احتجاج کونکو څخه دى دى وايي:

''موږ نن سړکونو ته راوتلي يو چې د ټاکنو د پايلو پر وړاندې خپل مخالفت په ډاگه کړو. له دغه انقلابه وروسته به موږ کله هم دې ته حاضر نه شو چې يو پوځي دې واک ته ورسېږي. همدا راز موږ د اخوان المسليمين مخالف هم يو موږ يو هم نه غواړو.''

د احمد شفیق د کمپاین دفتر د قاهرې په الدقي سیمه کې دی.

مصري رسنیو ویلي چې د تحریر څلور لارې کې د احمد شفیق او محمد مرسي زرګونه مخالفان راغونډ شوي وو.

مظاهره کوونکو د دویم پړاو ټاکنو کې د احمد شفیق د کاندیدېدو پرضد شعارونه ورکول.

او په اسکندریه ښار کې بیا سلګونه نورو مصریانو لاریون کړی و.

په ټاکنو کې د ماتې خوړلي کاندید حمدین صباحي دفتر ویلي چې د خپل کاندید د ګوښه کېدو پروړاندې به د سترې محکمې دویمې پرېړې ته انتظار وي.

د حمدین صباحي وکیل عصام الاسلامبولي ویلي، که چېرې د اساسي قانون محکمه د سیاسي انعزال پرېکړه وکړي، په دې کې باید شفیق هم شامل شي.

له ټاکنو د ایستل شوو کاندیدانو له لوري غبرګونونه دوام لري، چې په لړ کې یې ایستل شوي کاندید ډاکټر عبدالمنعم ابوالفتوح ددویم ځل ټاکنو د نه کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي مصري خلکو ته په وینا کې ویلي چې پاڅونونه لاپسې تیز کړي، چې په وینا یې که دا کار ونه شي، د مصر یووالی به له لوی خطر سره مخامخ شي.

دویم پړاو

د مصر د ټاکنو عالي شورا په ټاکنو کې ددرغلیو ادعاوې ردې کړې دي، او د ازادۍ او عدالت ګوندونو د کاندیدانو ترمنځ یې ددویم پړاو ټاکنو اعلان کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption تحریر څلورلاري کې سلګونه کسانو دویم پړاو ته د مرسي او شفیق پر کاندیدېدو مظاهرې کړې.

دغو ټاکنو ته له اخوان المسلمین ګوند د جلا شوي ګوند کاندید محمد مرسي او د حسني مبارک د واکمنۍ د مهال لومړی وزیر احمد شفیق ولاړ دي.

د مصر د ټاکنو د عالي کمیسیون او د اساسي قانون د محکمې مشر مارشال فاروق سلطان ویلي چې هېڅ کوم کاندید په سلو کې ۵۰ رایې ونه شوای ګټلی.

نوموړی وايي چې مرسي پنځه میلیون رایې ګټلې خو شفیق بیا هم دا کچه پوره کړې ده.

په درېیم نمبر کې حمدین صباحي بیا څلور میلیون رایې خپلې کړې دي.

ورته مطالب