لوېديځو هېوادونو د سوريې ديپلوماتان وشړل

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي عنان وويل حکومت بايد د کړکېچ د ختمولو لپاره بېړني او روښانه گامونه پورته کړي.

د سوريې په حوله ښار کې د تر سلو زيات ولسي وگړو وژنې د غربي نړۍ غصه را وپاروله چې ځينو يې په غبرگون کې د دغه هېواد ډيپلوماتان وويستل.

امريکا، برتانيا، فرانسې، جرمني، اسپانيا، کاناډا، ايټاليا او استراليا هغه هېوادونه دې چې د سوريې ديپلوماتان يې شړلي.

د سوريې د کړکېچ د هواري لپاره نړيوال استازى کوفي عنان نن په پلازمېنه دمشق کې د ولسمشر بشارالاسد سره وليدل.

ښاغلي عنان وويل د سوريې په دولت يې غږ کړى چې د کړکېچ د ختمولو لپاره بايد بېړني او روښانه گامونه پورته کړي تر څو معلومه شي چې دوي د بحران حل لټولو کې جدي دي.

نړيوال استازي وويل دوي بايد هم دا نن اقدام وکړي نه سبا.

ښاغلي عنان زياته کړه چې د سوريې خلک نه غواړي راتلوونکى يې په وينو لړلى وي او له وسلوالو يې هم وغوښتل چې تاوترېخوالي ته دې د پاي ټکى کېږدي.

ولسمشر بشار الاسد وويل د ښاغلي عنان د سولې د پلان برياوي د تروريستانو د کړنو او دوي ته د وسلو د قاچاق د بندولو پورې تړلي دي.

د ولسمشر بشار الاسد سره تر لېدو دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وويل، د دوې پلټنو ښوولې، چې د سوریې په حوله ښارګوټي کې د ماشومان په ګډون د وژل شوو ډیری برخه ولسي وګړي په بې رحمې قتل شوي دي. ملګري ملتونه وايي، عیني شاهدانو څارونکو ته د دغو وژنو پړه په دوو جلا پېښو کې پرحکومت پلوو ملیشوو وراچولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه ویاند روپرټ کولویل دا تائيد کړه چې د تېرې جمعې په ورځ په حوله کې له سلو ډیر کسان وژل شوي دي.

ښاغلي کولويل زياته کړه چې "د ملګرو ملتونو کارکونکو له پېښې یوه ورځ وروسته د شبنې په ورځ پلټنې پيل کړي دي. موږ ډیرې لومړنۍ څېړنې کړي خو موږ په حوله کې د دغې دردناکې پېښې په اړه بشپړو څېړنو ته اړتیا لرو. خو زموږ دمعلوماتو له مخې، ټول ۱۰۸ کسان وژل شوي، چې ۴۹ یې ماشومان او ۳۴ یې میرمنې دي. د ډېری ماشومانو عمرونه له لسو کلونو کم دي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امريکا، برتانيا، فرانسې، جرمني، اسپانيا او استراليا هغه هېوادونه دې چې د سوريې ديپلوماتان يې شړلي.

تېره ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په د دغه وژنو په تړاو خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړه، خو د حکومت ترڅنګ يې د سوريې مخالفين هم په دې وژنو کې ښکېل وبلل.

له خپل برتانوي سيال ويليم هېګ سره په مسکو کې خبري کنفرانس ته ښاغلي لاوروف وويل، دا مهمه نه ده چې څوک دې په سوريه کې په واک کې وي، بلکې مهمه دا ده چې تاوتريخوالی پای ته ورسېږي.

دواړو وزيرانو دا تاييد کړه چې د سوريې د کړکېچ د هواري لپاره د کوفي عنان د سولې پلان يوه ښه چانس دی.

اوس د ټولو سترگې د کوفي عنان پلان ته دي، چې کله به عملي شي. خو يوه خبره جوته ده چې د پلان نور ځنډول به د ولسمشر اسد د ريژيم پر ضد د نړۍ غصه له هم زياته کړي.

ورته مطالب