سوريې کې د فرقه اييزه جنگ ويره

د انځور حقوق AP
Image caption د سوريې د خپلواکۍ د پوځ قومندان اسد په يوې مرکې کې ويلي دوى د کوفي عنان د سولې پلان ته ژمن دي.

له سوريې راپورونه وايي اوس د نوموړي هېواد يو شمېر وگړو ته ويره پيدا شوې چې ښايي دغه روانه جگړه نوره پسې خوره او پېچلې شي.

د بي بي سي يو خبريال چې په پټه يې سوريه کې درې اوونۍ تېرې کړي وايي له زياتو خلکو سره اوس د فرقه اييزه يا توکميزه جگړې د پېښېدو انديښنې پيدا شوي دي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ډنمارک ته د خپل سفر په مهال وويل لکه څنگه چې څو مياشتې وړاندې د قذافي د لېرې کولو لپاره د ناټو د پوځي مداخلې لپاره نړيوال ملاتړ او لېوالتيا موجوده وه د سوريې په اړه موجوده نه ده. که څه هم دا په داسې حال کې ده چې د سوريې روان وضعيت ته د پاى ورکولو په موخه په نړيواله ټولنه هم فشار غورځول شوى دى.

مېرمن کلنټن زياته کړه د ليبيا په اړه عمل کې چې موږ د ډنمارک په ملتيا برخه واخيسته د ملگرو ملتونو ملاتړ را سره موجود و. د داسې يوه عمل لپاره نړيوال ملاتړ اړين دى، چې لا تر اوسه يې موږ د سوريې په برخه کې له ځان سره نه لرو.

د آمريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل موږ د روسيې او چين له خوا له زيات مخالفت سره مخ يوو. همدا دليل دى چې موږ يعنې نړيواله ټولنه د يوه نړيوال ايتلاف په جوړولو کې پاتې راغلي يوو. سوريه موږ ته غوږ نه نيسي ښايي هغو د روسيې خبرو او سپارښتنو ته زيات ارزښت ورکړى دى نو موږ بايد په روسيې باندې فشار روان وساتو

د يوې بلې پرمختيا په ترڅ د سوريې د خپلواکۍ د ځواک قومندان ډگرمن رياض الاسد د هغو رپورټونو له منلو انکار کړى چې گنې دوى د سوريې حکومت ته د کوفي عنان د سولې د پلان د پلي کولو لپاره ٤٨ ساعته وخت ورکړى.

د سوريې د خپلواکۍ د پوځ قومندان اسد د تر کيې له پولو د الجزيرې عربي ژبي تلويزون سره په په يوه ټيليفوني مرکه کې ويلي دوى د عنان او د نړيوالې ټولنې د سولې پلان ته ژمن دي. خو په دې شرط چې دولت خپل پوځونه له دغو سېمو وباسي.

د سوريې د خپلواکۍ د پوځ د ٤٨ ساعتونو ضرب الاجل خبر پرون په يوټيوب کې خپور شوى و.

ورته مطالب