''مبارک له خپلو ډاکټرانو د مرګ دارو غوښتي''

حسني مبارک د انځور حقوق AFP
Image caption حسني مبارک د یوې مصرۍ محکمې له لوري د ولسي وژنې په تور په عمري بند محکوم شو.

د برتانیا ''ټایمز'' ورځپانې ویلي، چې د مصر مخکني ولسمشر حسني مبارک له خپلو ډاکټرانو داسې درمل غوښتي چې په مرګ کې مرسته ورسره وکړي.

ورځپاڼې ویلي چې مبارک له واکه تر لیرې کېدا او د جنورۍ د ۲۵ له پاڅونونو وروسته له خپلو ډاکټرانو دا درمل غوښتي دي.

د شنبې په ورځ (جون دویمه) په مصر کې یوې محکمې حسني مبارک او د هغه د کورنیو چارو مخکنی وزیر حبیب العادلي د تېر کال عرب سپرلي د پاڅونو پرمهال د سلګونه لاریون کوونکو د وژنې امر ورکولو په تور په عمري بند محکوم کړل.

پر دواړو د مالي فساد تور هم و، خو د مبارک زامن (علاء او جمال مبارک) بیا له مالي فساده سپین وخېژول شول.

له محکمې بهر پاڅون کې د وژل شوو کورنیو او خپلوانو د مبارک او د العادلي د اعدام چیغې وهلې.

ټایمز ورځپاڼه وايي چې د مبارک له نژدې سرچینو یې داسې خبر موندلی، چې ګني مبارک تر سخت ذهني فشار " لاندې دی.

سرچینې ویلي چې د مصر عالي پوځي شورا، چې مبارک تر استعفا کولو وروسته د ۲۰۱۱ فبرورۍ پر ۲۱مه د مصر د چارو په لاس کې اخیستو ته ګمارلې وه، مبارک ته د یوې اوونۍ لپاره یوه الوتکه ورکړې وه چې هر ځای ته وغواړي، په کې تللی شي.

ټایمز لیکي، چې مبارک د زړه، سرطان او معدې له ناروغیو کړېږي.

سرچینې وايي چې د حسني مبارک د ذهني فشار کچه تر وروستي حده رسېدلې ده.

د ټایمز په وینا، د مبارک ډاکټرانو هغه ته د اندېښنې او ذهني فشار کمولو درمل ورکول، خو نوموړي ترې د وژونکو درملو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې ډاکټر یې دا غوښتنه نه ده منلې؛ ځکه چې دا عمل مصري کلتور خلاف کار دی.

ورته مطالب