خاطره: د برتانيا ملکه، او په شاهي ماڼۍ کې مېلمستيا

Image caption د شاهي محل باغ ته لارد محل په منځ کې تېره شوې ده. د محل له عمومي دروازې څخه تر باغ پوري د محل کارکونکو بوتلو.

په دې اوونۍ کې د برتانيا ملکه دوهمه الزابت پر تخت د کښېناستو شپېتمه کليزه لمانځي.

په دې لړ کې نه يوازې د خلکو، بېلو ټولنو او حکومت له خوا يو شمېر پروګرامونه روان دي، بلکې خپله د شاهي ماڼۍ له خوا هم ځينې مراسم او مېلمستياوې جوړې شوې، چې د برتانيا د تاريخ د دغې مهمې پېښې خوشالۍ له نورو سره شريکې کړي.

دغسې مراسم، غونډې او مېلمستياوې نه يوازې د خلکو لپاره د مېلې يوه پلمه وي، بلکې د خلکو د يووالي، د هغو د راغونډېدو او له شاهي کورنۍ او شاهي نظام سره د بلدتيا يوه ذريعه هم وي.

په دې لړکې په لندن کې د شاهي ماڼۍ له خوا دوې چايي مېلمستياوي جوړې شوې وې چې يوې ته يې زه هم بلل شوی وم.

تر دې وړاندې تېره مياشت ملکې له ټولې نړۍ د نورو هېوادونو باچاهان، ملکې يا د شاهي کورنيو غړي د غرمې پر ډوډۍ مېلمانه کړي ول.

خو د بکينګهم ماڼۍ په باغ کې جوړې شوې کومې مېلمستيا ته چې زه بلل شوی وم، هغې تر ډېره ولسي بڼه درلوده.

زما په ګډون دغه مېلمانه له بېلو مرستندویه او رضاکارو ټولنو او علمي او مسلکي ادارو له خوا نومول شوي وه.

دغه مېلمستيا د ماسپښين له درو څخه د ماځيګر تر شپږو بجو پورې وه چې له چايو سره یې دوه ډوله کېک او دوه ډوله سموسې اېښې وې.

شاهي کوربانه

شاهي ماڼۍ ته بلل شوو مېلمنو ته په بلنليک کې دا په ټينګار سره ويل شوي وي چې نارينه وو بايد له نېکټايي سره رسمې درېشي اغوستې وي او ښځو بايد له رسمي لباس سره خولۍ هم پر سر کړې وي.

يو شمېر خلک، په ځانګړې توګه ښځې، د دغې خاصې ورځې لپاره، چې د ډېرو خلکو په ژوند کې يوازې يو ځل راځي، په ورځو ورځو چورتونه وهي چې څه واغوندي.

زيات شمېر د خپل واده د ورځې يا اختر په څېر نوي جامې اخلي.

د شاهي ماڼۍ باغ ته لار د محل په منځ کې تېره شوې ده. د ماڼۍ له عمومي دروازې څخه تر باغ پورې د محل کارکوونکو بوتلو.

مېلمانه د برتانيا له بېلو برخو څخه راغلي وه. ځينې خو له دې ويرې چې هسې نه د مېلمستيا په ورځ پرې ناوخته شي، شپه لندن ته را رسوي.

ټول مېلمانه چې په باغ کې سره يوځای شول نو پوره پر څلور بجې ملکه، د هغې مېړه شهزاده فيليپ، د دوی زوی شهزاده اېنډريو او لور يې، شهزادګۍ آن، له محل څخه راووتل او مخ ته پر لوړ سټېج ودرېدل.

خلکو یې په چکچکو هرکلی وکړ او څو شېبې وروسته د برتانيا ملي سرود واورول شو.

په دې پسې ملکه او د شاهي کورنۍ نور غړي باغ ته راکښته شول او د مېلمنو هرکلی یې پیل کړ.

د ماڼۍ يو چارواکی چې د مېلمنو لست يې په لاس کې وي، له دوی سره سم روان وي او مېلمانه ور پېژني.

ملکه او د شاهي کورنۍ غړي تر سلام ځواب وروسته يوازې یو څو خبرې وکړي، چې زياتره مهال د مېلمه د کار او کورنۍ په اړه وي، او بيا وړاندې له بل مېلمه سره وګوري.

۸۶ کلنې ملکې او ۹۱ کلن مېړه يې پوره دوه ساعته په ولاړې د باغ له يوه سره تر بله د مېلمنو هرکلی وکړ او په پای کې بېرته پر پښو خپلې ماڼۍ ته ولاړل.

وار خطايي

په دې مېلمستيا کې د ډېرو پام خپله ملکې ته وو. دا چې به هر ځای تېرېده نو مېلمنو به يې په خپل منځ کې ستاينه کوله.

د انځور حقوق AFP
Image caption د برتانيا ملکه ډېر واک نه لري. پرېکړي د پارلمان او لومړي وزير په لاس کې وي او د ملکې رول زياتره سمبوليک دی.

د بېلو عمرونو څو ښځو د ملکې تر ليدو وروسته خپل غبرګونونه په دې ټکو کې وښودل.

''څومره ښکلې ده''

''څومره ښه ښکاري''

''مخ يې ډېر ځليږي''

''څومره ښه له ژونده ډکه ده''.

''يوې بلې ښځې راته وويل چې ملکه په هېواد کې تر ټولو ځواکمنه ښځه ده او زه يې په ليدو ډېره خوشاله يم.''

له لنکنشایر نومي ښار څخه راغلې يوه تقاعد شوي قاضي له ملکې سره ترليدو وروسته راته وويل چې: ''دا ملاقات د ده د قضا د ټولې دورې تر ټولو غوره پېښه ده.''

د دغه قاضي مېرمنې راته وويل چې ''دا يو ځانګړی لیدنه وه او زه يو مينه ناک احساس کوم.''

زما لپاره يوه جالبه ننداره د هغو خلګو غبرګونونه ول چې له ملکې يا د شاهي کورنۍ د بل غړي په ليدو يا له هغوی سره د مخامخ کېدو پرمهال به يې ښودل.

پر داسې وخت د ډېرو د مخ رنګ اوړي او ژبه يې سمه ملګري نه ورسره کوي.

دا وارخطايي او د حيرانۍ حالت يوازې تر برتانويانو پورې محدود نه وي، د بهرنيو هېوادونو يو شمېر خلک او چارواکي هم د شاهي کورنۍ د غړو، په ځانګړي ډول له ملکې سره د ليدو پر مهال پر خپلو حواسو په ګرانه قابو مومي.

په برتانيا کې د هر بهرني هېواد سفير د خپلې قبولۍ اسناد مخامخ ملکې ته وړاندې کوي.

زما څنګ ته له خپلې مېرمنې سره ولاړ د يوه بهرني هېواد ډيپلوماټ راته وويل چې کله دی له خپل نوي راغلي سفير سره ملکې ته د اسنادو وړاندې کولو ته ورغلی نو د ده په وينا د سفير په ګډون د دوی د ډلې د ټولو غړو وارخطايي له ورايه احساسېده.

ده زياته کړه:

د انځور حقوق Other
Image caption په دې يوويشتمه پېړۍ کې ‌ډیر خلګ شاهي نظامونه او شاهي کورنۍ د تاريخ يوه برخه ګڼي.

''موږ چې کله بېرته له شاهي ماڼۍ څخه په موټر کې خپل سفارت ته تلو نو پر لارې مو د ملکې د خولۍ د رنګ په اړه خبرې کولې. چا ويل چې ژېړه وه، بل ويل چې شنه وه او چا بل رنګ ياداوه، خو وروسته چې مو د هغو مراسمو عکسونه وليدل نو د هغې هېڅ خولۍ پر سر نه وه.''

د تاريخ ميراث

په دې ۲۱ پېړۍ کې ‌ډېر خلک شاهي نظامونه او شاهي کورنۍ د تاريخ يوه برخه ګڼي.

د برتانيا ملکه ډېر واک نه لري، پرېکړې د پارلمان او لومړي وزير په لاس کې وي او د ملکې رول زياتره سمبوليک دی.

په برتانيا کې يو شمېر خلک غواړي چې د سلګونو کاله زاړه شاهي نظام پر ځای دې جمهوري نظام جوړ شي، چې ولسمشر يې د خلکو په رايو ټاکل شوی وي.

خو اوس هم په سلو کې تر اويا ډېر برتانويان د اوسني شاهي نظام او شاهي کورنۍ د ساتلو ملاتړ کوي.

په اروپا کې که څه هم تر دویمې نړيوالې جګړې را وروسته په کوم هېواد کې نوی شاهي نظام نه دی جوړ شوی.

خو د دغې لويې وچې په نهو هېوادونو کې پاتې شاهي نظامونه اوس هم پياوړي دي او شاهي کورنۍ يې د خپلو هېوادونو په چارو کې مهم رول لوبوي.

ورته مطالب