اسد د حوله په ''ټول وژنه'' کې خپله ښکېلتیا رد کړه

بشارالاسد د انځور حقوق AFP
Image caption الاسد وویل چې سوریه کې بهرني لاسونه ننوتي دي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د حوله په ټول وژنه کې د خپل حکومت هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې له تېرې جنورۍ وروسته پرلمان ته په لومړۍ وینا کې کړې دي.

دی وايي چې لاهم په خپل حکومت کې د اصلاحاتو راوستو په هڅه کې دی.

هغه ویلي چې په سوریه کې د ترهګرو خطر په ډېرېدا دی، چې درول یې په وینا تر ټولو اړین کار دی.

دی ویلي چې په سیاسي ډګر کې باید ولس ته ډېره برخه ورکړل شي.

اسد پارلمان ته ویلي، چې اوس د سوریې جګړه خطرناک پړاو ته رسېدلې، او هر ډول داخلي امنیت ته ګواښ او بهرنۍ لاسوهنه نه شي منلی.

د حوله د ''ټول وژنې'' په اړه بشارالاسد وویل ''په هېڅ قاموس کې د حوله دې ناوړه جرم ته ناوړه لفظ نه موندل کېږي. ''

هغه په دې ټول وژنه کې د سوري حکومت هر راز ښکېلتا رد کړه او وویل چې ''ان څاروي هم دا ډول کارونه نه کوي. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې ګاونډي لبنان ته د اړدوړ د غځېدو وېره ده.

الاسد د کوفي عنان د سولې د پلان په اړه وویل چې ''موږ پوهېږو چې څوک یې د ناکامولو هڅه کوي.''

هغه ویل: ''حکومت له هغو سیاسي واک غوښتونکو سره په خبرو کې دی، چې له بهر سره اړیکي لري، خو د وسله والې مبارزې مخالفت کوي''.

بل خوا، امریکا متحده ایالتونو پر روسیې غږ کړی چې سوریه کې د روان کړکېچ د حل لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره پر تېره شنبه د سوریې د وضعیت او پر څنګلوري هېواد لبنان یې د اغېزو په اړه تیلې فون کې غږېدلې ده.

ورته مطالب