پاکستان کې د امریکا څارګرو الوتکو ۱۵ کسان وژلي

بې پیلوټه الوتکه
Image caption له تېرو څو کالو راهیسې د پاکستان قبایلي سیمو د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونه دوام لري.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمه کې د امریکا څارګرو الوتکو برید لږترلږه ۱۵ کسان وژلي.

برید د دوشنبې پر ګهيځ وختي د شمالي وزیرستان قبایلي سیمه میر علي ولسوالۍ کې پر عیسو خېلو کلي شوی دی.

میر علي له مرکز میرانشاه لوېديځ لوري ته شاوخوا ۲۵ کیلومتره لیرې پرته سیمه ده، چې ډېری اورپکي په کې فعال دي.

د میرانشا یوه امنیتي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "برید سهار مهال پر یوه ودانۍ شوی، چې پنځلس اورپکي په کې وژل شوي. د وژل شوو مړي د پېژندلو نه دي. "

سرچینې دا هم ویلي چې د وژل شوو په منځ کې بهرنیان هم دی.

خو نورو سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په وژل شوو کې ډېر کسان ولسي وګړي دي.

پر عیسو خېلو سیمه د دوو اوونیو په اوږدو کې د امریکا څارګرو الوتکو درې ځلې بریدونه کړي، چې په مخکنیو دوو بریدونو کې هم ولسي وګړي وژل شوي.

د تېرې مې پر ۲۸ پر دغه سیمه ډرون برید د شپږو ولسي وګړو په ګډون لس کسان ووژل.

خو ترې وړاندې د مې پر ۲۶ مه بیا یوه بل ورته برید اته ولسي وګړي په نښه کړل، چې ویل کېږي د ترکمنستان وګړي وو.

له تېرو څو کالو راهیسې د پاکستان قبایلي سیمو د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونه دوام لري.

ددغو بریدونو له کبله د اسلام اباد-واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

د تېر ۲۰۱۱ د نومبر په وروستیو کې پر پوله د سلاله پوستې پر پاکستاني پوځيانو د ناټو برید لږترلږه ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل.

له برید وروسته پاکستان له خپلې خاورې افغانستان کې ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لار وتړله او پاکستان او امریکا اړیکي تر هر بل وخت ډېر ترینګلي شول.

ورته مطالب