ناټو له افغانستانه د سامان الاتو د ايستلو لار ومونده

Image caption ناټو غواړي چې د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه خپل جنگي ځواکونه وباسي.

د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو مشر په برسلز کې خبريالانو ته وويل چې له افغانستان څخه د خپلو پوځي سامان الاتو د ايستلو لپاره يې د منځنۍ اسيا له درو هيوادونو سره تړون لاسليک کړ.

ناټو وايي له قرغزستان، قزاقستان او ازبکستان سره جوړ شوي دي چې د دوى له خاورې خپل هغه پوځي سامان الات وباسي چې په افغانستان کې ورسره دي.

د ناټو سرمنشي اندرېس فو راسموسن په برسلز کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل:

"موږ له افغانستان څخه د سامان الاتو د ايستلو لپاره د منځنۍ اسيا له درو ملگرو، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان سره يوۀ جوړ جاړي ته ورسيدو."

ښاغلي راسموسن زياته کړه چې دا تړون به اوس دوى ته نوې لارې ورکړي چې خپل توکي په اسانۍ له افغانستان څخه وباسي.

" دا تړونونه به موږ ته نوې، چټکه او اسانه ترانزيتي لار راکړي چې موږ ورته اړتيا لرو."

د ناټو مشر د دغو تړونونو په باب نور جزييات ورنه کړل.

ناټو غواړي چې د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه خپل جنگي ځواکونه وباسي.

خو د دغو ځواکونو له خوا د کارېدونکو توکو د ايستلو لپاره ناټو له لوى سرخوږي سره مخامخ وه.

پاکستان چې نژدې او اسانه لار ورکولى شواى په دې وروستيو کې پر ناټو لار تړلې او د هرې تېرېدونکې لارۍ په سر يې ترانزيتي پيسې يو په څو زياتې غوښتې دي.

خو واشنگټن لا هم پر اسلام اباد فشار راوړي چې لار ورکړي.

د ناټو سرمنشي راسموسن هيله څرگنده کړه چې د پاکستان لار پرانيستل شي.

ورته مطالب