رحمان ملک څخه وزارت اخيستل کيږي

Image caption شونې ده چې ښاغلی ملک د کورنیو چارو د وزير د سلا کار په توګه په دنده وګومارل شي.

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د بهرني هيواد د تابعيت په لرلو د مشرانو جرگې له غړيتوبه ايستلى دى.

خو د ښاغلي ملک مدافع وکیل ويلي دي چې قانون له چا نه د پارلمان د غړيتوب حق نه شي اخیستی.

د پاکستان د سترې محکمې له دې پرېکړې وروسته اوس رحمان ملک د دې هېواد د کورنيو چارو د وزير په حيث هم نه شي پاتې کېدلای.

خو ويل کيږي چې شونې ده چې ښاغلی ملک د کورنیو چارو د وزير د سلا کار په توګه په دنده وګومارل شي.

په پاکستان کې ستره محکمه وايي چې تر دې وروستۍ پړېکړې به رحمان ملک د مشرانو جرګې غړی نه وي.

محکمه وايي کله چې رحمان ملک مشرانو جرګې ته وټاکل شو نو هغه وخت يې د پاکستان او برتانیا تابعيت درلود خو ورته ويل شوي وه چې ده په ۲۰۰۸ کال کې خپل برتانوی تابعيت ختم کړی وو.

ها خوا حکومتي وکيل عرفان قادر محکمې ته ويلي چې د پارلمان نه د ښاغلي ملک د غړيتوب د حق اخیستلو صلاحیت يوازې د مشرانو جرګې ريس لري.

ښاغلی عرفان زياتوي چې محکمې په دې اړه د دۀ په وينا زياتی کړی دی.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان سترې محکمې د ولسي جرگې د ښځينه غړې فرح ناز اصفهاني غړيتوب هم اخیستی وه ځکه هغې هم له پاکستان علاوه د امریکا تابيعت درلود.

رپوټونه وايي چې سترې محکمې د ملي شورا ۱۳ نورو استازو ته هم پر دوه ګوني تابعيت خبرداری ورکړی دى.

په دې کسانو کې د ولسمشر زرداري د ګوند ( پيپلز) شپږ، متحده قومي غورځنگ (اېم کيو اېم) دوه او حکومت مخالف ګوند مسلم لیگ پنځه غړي شامل دي.

پر دې سر بېره د پاکستان مرکزي وزير عبدالحفیظ شيخ، د مشرانو جرګې مرستيال صابر بلوڅ او د حزب اختلاف خواجه آصف ہم د دوو هېوادونو تابیعتونه لري.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دوه ګوني تابیعت لرونکي په هغه هېواد کې د ولسي وګړو استازيتوب نه شي کولای.

ورته مطالب