امریکا ''د القاعدې د دویم جګپوړي مشر'' د وژنې ادعا کړې

اللیبي د انځور حقوق AP
Image caption امریکایي چارواکو ويلي چې د اللیبي اصلي نوم محمد حسن قومندان و.

امریکا ویلي پاکستان کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د القاعدې شبکې دویم جګپوړی قومندان ابو یحیی اللیبي په نښه کړی دی.

خو بي بي سي ته امریکايي چارواکي په ډاګه ونه ویل چې ګني اللیبي دې ددوشنبې ورځې په ډرون برید کې وژل شوی وی.

په تېره دوشنبه د امریکا څارګرو الوتکو د شمالي وزیرستان پر قبایلي سیمو بریدونه وکړل.

یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته ویلي که چېرې د اللیبي وژنه تایید شي، نو په وینا یې دا به ''القاعدې شبکې ته یو لوی ګوزار وي.''

رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستاني استخباراتي مشر له قوله لیکي چې ابو یحیی اللیبي – چې د القاعدې شبکې یو جګپوړ مشر او له ایمن الظواهري وروسته دویم کس دی – شاید په ډرون برید کې وژل شوی وي.

که چېرې د نوموړي وژنه تایید شي، نو دا به القاعدې ته له تېر ۲۰۱۱ له نومبر راهیسې، چې اسامه په کې ووژل شو، یو لوی ګوزار وي.

امریکايي سرچینو ویلي، چې اللیبي یو لېبیايی دیني مشر و، چې په کیمیا کې یې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړی وړاندې د څارګرو الوتکو له بریده روغ رمټ وتلی دی.

امریکایي چارواکو ويلي چې د اللیبي اصلي نوم محمد حسن قومندان و، چې له مصري ډاکتر ایمن الظواهري وروسته د القاعدې شبکې دویم جګپوړی جنګي قومندان و.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د اللیبي وژنه اعلانوي، په ۲۰۰۹ کال کې هم امریکا وویل چې اللیبي د څارګرو الوتکو په برید کې وژل شوی، خو اعلان یې دروغ وخوت.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي، د دوشنبې برید د تېر مارچ له ۲۳ راهیسې پر پاکستاني خاروه د ډرون اتم برید دی.

د تېرې دوشنبې په ډرون برید کې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل شول، چې چارواکو یې یوه برخه پاکستاني مېشتي سخت دریځي اسلام پالي وبلل.

ورته مطالب