سوریې لوېديځ سفیران وشړل

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د انځور حقوق s
Image caption د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې دا کار یې ددغو هېوادونو د کړنو په مقابل کې کړی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دمشقه یې د ځینو لوېديځو هېوادونو سفیران شړلي دي.

په شړل شوو دپلوماتانو کې د امریکا، برتانیا، فرانسې او ترکیې سفیران هم شامل دي.

تېره اوونۍ هم دغو هېوادونو د سوریې په حق کې ورته ګام اخیستی و.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د شړل شوو لوېديځو سفیرانو شمېر ۱۷ ښودل.

وزارت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې دا کار یې ددغو هېوادونو د کړنو په مقابل کې کړی دی.

کابو یوه اوونۍ وړاندې ځینو لوېديځو هېوادونو له خپلو خاورو سوري دپلوماتان وشړل.

د برابرښت اصول "

ویناپاڼه وايي سوریې "د خپلې پرېکړې د سم لاسي عملي کولو لپاره جدي ګام واخیست. "

په شړل شوو سفیرانو کې د امریکا سفیر رابرټ فورډ، د برتانیا دپلومات او سفیر سایمن کولیس شامل دي.

همداشان، د کاناډا، سویس، ایټالیا، بلجیم، بلغاریا، جرمني او اسپانیا د سفارتونو جګپوړي دپلوماتان هم له دمشقه ایستل شوي دي.

سوریې ویلي چې "لاهم د برابرښت او متقابل درناوي له اصولو سره سم د خبرو غوښتونکې ده. "

مسکو او بیجینګ

پر همدې مهال، د چین د بهرنیو چارو وزارت د سوري وضعیت د حل لپاره د هر ډول بهرنۍ مداخلې مخالفت بیا تازه کړی دی.

دا مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته رسېدلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیو ویمین ویلي چې "د سوریې د مسالې په اړه، چین او روسیه لاهم له یو بل سره نژدې اړیکي او تماسونه لري. "

ویمین یوې خبري ناستې ته وویل: "ددواړو غاړو دریځونه ټولو ته روښانه دي: داسې چې د تاوتریخوالي لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي، او تر ممکن حد پورې باید د خبرو لاره غوره شي. "

د انځور حقوق s
Image caption دمشق ویلي چې ۱۷ بهرني دپلوماتان یې شړلي دي.

نوموړی زیاتوي چې د امنیت شورا دایمي غړي روسیه او چین "ددغو دواړو ټکو په اړه یو دریځ لري، او لاهم سوریه کې د بهرنۍ مداخلې او په زور د نظام د بدلون مخالفان دي. "

د عنان پلان

د ویلو ده چې روسیه او بېجینګ دوه ځلې په امنیت شورا کې پر سوریه د بندیزونو لګولو په اړه خپل دریځ وېټو اعلان کړ.

خو دواړ هېوادونه سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د ځانګړي استازي کوفي عنان د سولې د پلان ملاتړي دي.

خو ځینې لوېديځ او عربي هېوادونه بیا د عنان د سولې د پلان په اړه دوه زړي دي او وايي چې باید پر دې پلان له سره کتنه وشي.

ورته مطالب