ابوظبۍ په هلمند کې یوه نمونوي مېنه جوړوي

نقشه د انځور حقوق
Image caption دا عصري مېنه د پنځو زرو کورنیو لپاره جوړېږي.

د متحده عربي اماراتو یوه خصوصي کمپنۍ غواړي په هلمند ولایت کې د پنځو زرو کورنیو لپاره یوه پرمختللې مېنه جوړه کړي.

دغه څرګندونې په ابوظبۍ كې د افغانستان پخواني سفير راشد الدين محمدي هلمند ته د خپل یو سفر په ترڅ کې وکړې.

ښاغلي محمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په دوبۍ كې الوطنية كمپنۍ هوډ كړى چې په دې ولايت كې يوه نمونوي مېنه په عصري او نړيوال معيار چې ټولې اسانتياوې به په كې وي، جوړه كړي.

د نوموړي په وينا، هلمند يې ځكه ددې مېنې لپاره غوره كړ چې نړۍ ته وښيي په هلمند كې د تېرو ناامنيو ټغر ټول شوى او په كې هرډول پرمختگ ته لاره هواره شوې ده.

ده زياته كړه چې دا پروژه په خصوصي سكتور پورې اړه لري او د متحده عربي اماراتو په هڅو چې له وړاندې يې په دې ولايت كې پروژې پلی كړې دي، ترسره كېږي.

د انځور حقوق
Image caption د پلان شوې مېنې نشقه د افغانستان له ټولو نورمونو سره سمه ډیزاین شوې ده.

د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپلې وينا پرمهال وويل چې د همدې پروژې د ترلاسه کولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې او هغه یې د خپلو هیلو يوه برخه وبلل چې دده په خبره پوره كېدونکې ده.

هغه وویل چې دغه پرمختللې او عصرې مېنه به د پنځو زرو کورنیو لپاره وي او د ۳۵ زرو لپاره به د اوسېدو اسانتیاوې په کې وې.

د يادونې وړده چې ددې مېنې نقشه د افغانستان له ټولو نورمونو سره سمه ډيزاين شوې چې د جوړېدو کار به یې د شپږ مياشتو په ترڅ کې پیل او ددوو نیمو کلونو په موده کې به بشپړه شي.

ورته مطالب