د لمر له مخې د زهره سیارې عجیبه تېرېدنه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption صحنه به تر یوویشت سوه اوولسم کال پورې بیا تکرار نه شي.

د لمر له مخې د وینوس یا زهرې په نوم سیارې تېرېدنه بشپړه شوه.

صحنه به تر یوویشت سوه اوولسم کال پورې بیا تکرار نه شي.

دغه سیاره د ځانګړو فلترونو تر شا د لمر مخ ته د یوه کوچني خال په بڼه ولیدل شوه.

ددغې سیارې تېرېدنه په کهکشان کې د نورو ستورو شاوخوا ته د سیارو د موندلو په برخه کې مرسته کولی شي.

د هیرت فورد شایر پوهنتون استاد ډاکټر ګالووي بي بي سي ته ددې سیارې د تېرېدو د اهمیت په اړه وویل چې دا چاره له دوی سره د نورو سیارو په موندلو کې مرسته کولی شي:

''په تیرو لسو کلونو کې د ستور پېژندنې په برخه کې تر ټولو لوی کشف د سیارو موندل وو، هغه سیارې چې د نورو ستورو پر شاوخوا دي. او یوه وسیله چې د هغو په مرسته ددې سیارو په موندلو وتوانېدو د هغو تېرېدنه ده.

موږ دداسې سیارو په لټه کې یو چې په لیدو سره یې هغه لوی ستوري ومومو چې دوی ترې بیل شوي. موږ په رڼا کې په ستورو کې ډېر ډېر سطحي او ډېر کوچني کنډوونه وینو.

اوس داسې کمپیوټرونه لرو چې موږ ته د هغو د جوړښت د څرنګوالي په اړه څه ناڅه معلومات راکوي، خو تر اوسه مو کوم دقیق معلومات نه دي تر لاسه کړي.

د وینوس یا زهرې تېرېدنه له زموږ سره د ځینو ریښتینو معلوماتو په برخه کې مرسته کولی شي او موږ ته دا امکان راکوي چې خپل وسایل دې ته ځانګړي کړو چې د یوې سیارې د تېرېدو پرمهال په واقعي بڼه څه لیدلی شو.''

ورته مطالب