د ملګرو ملتونو څارونکي قبیر ته رسیدلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حما له ښار نه هم د تاوتریخوالي راپورونه وکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو څارونکي قبیر ته رسېدلي دي.

له دې ډلې سره د بي بي سي خبریال وايي د سوریې پوځ پر لاره دوی له کومې ستونزې سره مخامخ نه کړل.

په قبیر کې د ملګرو ملتونو څارونکو له ویجاړو او تشو ودانیو پرته نور څه ونه موندل.

تر دې وړاندې فعالانو هم ویلي و چې څارونکي به د پیښې په ځای کې څه پیدا نه کړي ځکه چې په وینا یې دولتي ځواکونو د خلکو مړي وار دمخه له سیمې ایستلي وو.

قبیر ته تلل

په سوریه کې د ملګرو ملتونو څارونکي یو ځل بیا هڅه کوي د قبیر په نامه کلي ته ورشي او معلومه کړي چې دغلته د ټول وژنې په اړه راپورونه سم دي کنه.

ملګري ملتونه وايي د سوریي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د جون ۷) څارونکي پرې نه ښودل چې سیمې ته ورشي.

فعالان وايي دولتي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ کسان وژلي خو چارواکي وايي دا کسان یاغیانو وژلي څو په دې توګه د سوریې پر حکومت نړیوال فشار زیات کړي.

د حما له ښار نه هم د تاوتریخوالي راپورونه وکړل شوي دي.

د ملگرو ملتو څارونکي بیا قوبیر ته ور روان شوي.هیله لري چې دا ځل به، په ورسېدولو کې بریالي شي.

پرون دوی ځکه پاتې راغلل چې د سوریې د پوځ پاټکونو یې مخه ونیوله، ان ډزې یې پرې وکړې.

څارونکي هیله من دي چې دا خبره سپینه کړي چې په قوبیر کې رښتیا څه پېښ شول، ځکه دواړه غاړې بیخي ډېرې بېلې او متفاوتې خبرې کوي.

د حکومت ضد فعالین وايي د شبیح په نامه د رژیم ملیشو پر دغه وړوکي کلي یرغل ور وړ او هر څوک یې چې موندلی شو، وواژه.

حکومت وايي وسله والو یاغیانو دا سیمه ونیوله او د دې لپاره چې د بهرنۍ مداخلې لپاره خبره ډېره لویه وښيي، د کلي ښځې او کوچینیان ووژل.

په همدې ترڅ کې د سوریې په ډېرو برخو کې تاوتریخوالی روان دی.

د حکومت د مخالفینو په یوه وینا کې راغلي چې حکومتي ځواکونو د دریم لوی ښار، حمص، پر ځینو برخو درنې ډزې کړې دي.

سره له دې چې حکومت د وسلو له پلوره خورا ډېر لاسبری دی، ډزې یو اړخیزې نه دي.

حکومت اعلان وکړ چې یوازې د پنجشنبې پر ورځ (د جون ۷) یې ۲۹ پوځیان خاورو ته وسپارل، او دغومره لویه شمېره کومه نوې یا غیرعادي خبره نه ده.

ورته مطالب