د اسپانوي بانکونو پر سر خبرې کيږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پيسو نړيوال صندوق ويلي، د اسپانيا بانکونه شاوخو ۵۰ بليونو يورو ته اړتيا لري.

د اسپانيا د اقتصاد وزير به ډير ژرد يورو د کارونې هېوادونو د ماليې له وزيرانو سره په هغې غونډه کې گډون وکړي، چې اټکل کيږي اسپانيا په کې د خپلو بانکونو لپاره د بيړنۍ مرستې غوښتنه وکړي.

د پيسو نړيوال صندوق ويلي، د اسپانيا بانکونه شاوخو ۵۰ میلیاردو يورو ته اړتيا لري.

اسپانيا ته د اروپا له لوري د ژغورنې ټولگې د ممکنه ورکړې د معاملې په اړه بحث به د غونډې د سرسر موضوع وي.

دغه پيسې به د اسپانيا بانکونه ته ځي.

خو هغه څه چې په دې برخه کې ناڅرگنده ده، داده چې څنگه به دغه پيسې اسپانيا ته ورکول کيږي.

دغه پيسې به څومره وي او څه مهال به داسپانيا حکومت په رسمي توگه د دې پيسو د ورکړې غوښتنه کوي.

د دوشنبې په ورځ په دې اړه د پيسو دنړيوال صندوق را وتونکى رپوټ تېره شپه خپور شو.

رپوټ کې ويل شوي چې په اسپانيا کې درېمه برخه بانکونه له ستونزې سره مخامخ دي او شاوخوا څلويښت بليونو يورو ته اړتيا لري.

اروپايي مشرانو پر مادريد فشار ډير کړى چې د اسپانوي بانکونو د ژغورنې په موخه ژر پريکړه وکړي چې د يورو د کارونې په ساحه کې د ناڅرگندتيا مخه ونيول شي.

ورته مطالب