فعالان وايي سوريه کې ۱۷کسان وژل شوي

Image caption د ملگرو ملتونو څارونکي د قوبير په سيمه کې د ادعا شوې وروستۍ عام وژنې سيمې ته رسيدلي دي

سوريه کې فعالان وايي لږ ترلږه ۱۷کسان تېره شپه د هېواد په جنوب، د حماة ښار کې د حکومتي عسکرو د توپونو په ډزو کې وژل شوي دي.

همدلته تېر مارچ حکومتي ضد پاڅون پيل شوى وو.

فعالانو تردې وړاندې ويلي وو چې د جمعې ورځې په تاوتريخوالي کې د هېواد په لرو بر کې شاوخو ۴۰ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو څارونکي د قبير په سيمه کې د ادعا شوې وروستۍ عام وژنې سيمې ته رسېدلي دي، خو لا يې د هغه څه په اړه چې دغلته پېښ شوي جزييات نه دي ورکړي.

فعالانو وويل، د هېواد په جنوب کې له اردن سره پر پوله، د درعا ښار کې د توپونو ډزې د ماخوستن له لمانځه وروسته پيل شوې.

دوى ، دغه ډزې ډيرې سختې وبللې او وې ويل چې په هغو کې د ښار په لوېديځه برخه کې د خلکو کورونه په نښه شوي او په وژل شويو کې څو مېرمنې هم شاملې دي.

همدې درعا کې ۱۵ مياشتې د مخه حکومتي ضد پاڅون پيل شوى وو.

د حکومتي ځواکونو له پرله پسې هڅو سره سره ، دغه ښار په بشپړ ډول د هغوى په ولکه کې نه دی راغلی او تل د خپلواکې سوريې پوځ د جنگياليو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په کې نښتې وي.

خو درعا له نهو ولايتونو يوازې يو نه دى چې فعالان ورنه د تاوتريخوالي او مرگ ژوبلې رپوټونه ورکوي.

دمشق ته څېرمه سيمو نه هم د نښتو رپوټونه ورکول کيږي او حمص چې د سوريې دريم لوى ښار دى هم د تاوتريخوالي شاهد دى او پر ځينو برخو يې ياغيان ولکه لري.

حکومتي ځواکونه پر دغه ښار هم د توپونو پر له پسې ډزې کوي.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو څارونکي هڅه کوي چې د هغه څه په اړه د حقيقت ومومي چې د حماه ولايت د قبير په سيمه کې د تېرې چارشنبې په ورځ پېښ شوي دي.

فعالانو ويلي دي چې شاوخوا ۸۰ کسان د حکومت پلوه ملېشو له لوري وژل شوي دي.

څارونکي سيمې ته رسېدلي او د عام وژنې رپوټونه يې تاييد کړي دي، خو له کومه ځايه چې مړي لېږدول شوي دي، دا گرانه ده چې وويل شي چې د وژل شويو شمېر څومره دی او څوک دي.

ورته مطالب