ایران او سوریه، دښمن ته یو او ګډې موخې لرونکي

احمدي نژاد او بشارالاسد د انځور حقوق AP
Image caption که څه هم ایران او سوریه د خپل قوي ایتلاف په اړه څه نه وايي، خو ددواړو ترمنځ ایتلاف لانور ټینګېدونکی دی.

که څه هم د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي دیني چارې سمبالوي، ایران او سوریې یو قوي ایتلاف کړی دی.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد بیا د یوه لادیني حکومت مشري کوي.

خو توپیر یې په دې کې دی، چې لومړی حکومت فارسي او دویم هغه یې عربي دی.

خو په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب له پیلېدو وروسته، ددواړو هېوادونو ترمنځ د ایتلاف کړۍ نوره هم ټينګه شوه.

د جنیوا ویبسټر پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او د منځني ختيځ د چارو کارپوه جوبین جودارزي وايي: ''د ایران او سوریې ترمنځ اړیکو د یوې مشترګې قضیې په اړه او ګډو دښمنانو پروړاندې وده وکړه.''

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلي کولو هڅې کېدې، خو دغو ستراتیژيکو موخو ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي تر درو لسیزو پورې ټينګ وساتل.

له تاریخي اړخه، ددواړو حکومتونو ترمنځ ایتلاف د خپل مشترک دښمن (د عراق مخکني ولسمشر صدام حسین) پر ضد و، او دواړو نه غوښتل چې اسراییل دې لبنان ته ورنژدې شي، او منځني ختيځ کې د امریکايي لاسوهنې مخالف وو.

په ځانګړې توګه، دواړو هېوادونو د لبنان حزب الله ډلې او د فلسطيني مقاومت کوونکو ډلو لکه حماس او اسلامي جهاد ډلو ملا وتړله.

د ستونزې برخه یا حل؟

سوریه کې د روان کړکېچ ختموونکي دپلوماتان مني چې سوریه کې د ایران نفوذ بیخي ډېر دی.

سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي هېوادونو استازي کوفي عنان ویلي، د یوې داسې نړیوالې ډلې د رامنځ ته کېدو لپاره هڅې روانې دي، چې پر سوریه ښه اغېز ولري.

نوموړی زیاتوي، چې سوریه کې د روان تاوتریخوالي یوه لویه برخه د ایران نفوذ دی.

خو ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزن رایس بیا وايي چې خپله ایران د ستونزې یوه برخه ده.

د امریکا متحده ایالتونه ایران د اسد حکومت ته د مستقیمې مرستې په وړاندې کولو تورنوي.

په داسې حال کې چې چارواکي وايي، ایران سوریې ته سلاکاران استولي، او ان د سوري ځواک د ملاتړ لپاره یې پوځي مرستې هم نه دي سپمولې.

امریکايي بندیزونه

د امریکايي ولسمشر بارک اوباما ادارې د یو شمېر ایراني امنیتي چارواکو پروړاندې ځینې ګامونه اخیستي دي.

د تېر ۲۰۱۱ د مۍ پر ۱۸مه، د امریکا د خزانې وزارت د ایران د اسلامي انقلاب پر یوه جنرال محسن شیرازي له دې کبله بندیزونه ولګول، چې ګني د لاریون کوونکو په ځپلو کې یې له سوري حکومت سره مرسته کړې ده.

بیا یوه میاشت وروسته، امریکا د ایران پر ځینو نورو امنیتي چاراوکو -لکه اسماعیل احمدي مقد او احمد رضا رادان- نور بندیزونه ولګول.

د امریکا حکومت ویلي وو چې ښاغلی رادان د ۲۰۱۱ په اپریل کې دمشق ته د خپل سفر پرمهال له سوري امنیتي چارواکو سره کتلي او د سوري ولس په وژنه کې یې د حکومت ملاتړ کړی دی.

د اسراییلو 'هارټس' ورځپاڼې د تېرې فبرورۍ په یوه ګڼه کې ویلي، چې قومندان قاسم سلیماني، چې د ایران د اسلامي انقلاب د یوې څانګې مشر دی، سوریې ته تللی او د سوري لاریون کوونکو پرضد یې سوري پوځ ته سلامشورې ورکړې دي.

خو ایران دا ډول تورونه ردوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمانپرست ویلي چې ایران ''په هېڅ ډول'' د سوریې په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

مهمانپرست زیاتوي ''ځینې نور هېوادونه د سوریې کورنیو چارو کې لاس وهي. موږ دا ډول خوځښت بې ځایه بولو، چې د هېواد امنیت او ارامي له خطر سره مخامخوي.''

ږیرور پوځيان

بل خوا، د سوریې حکومت ضد ډلو ویلي چې سوریه کې یې ایراني پوځيان لیدلي دي.

د تېر اپریل پر ۲۵مه، پر ''یوټیوب'' یوه خپره شوې وېډیو ښيي چې څلور پوځيان سوریه کې له یوې ودانۍ بهر په پوځي یونیفورم کې لیدل شوي، چې دوو یې اوږدې ږیرې درلودې.

د وېډیو د خپروونکي په حواله، د سوریې پوځ کې د ږیرې پرېښودل ممنوع دي، او دا دواړه پوځيان له ایران ورغلي، خو نور څارونکي په دې اند دي چې دا ډول ادعا ثابتول ګران کار دی.

ورته مطالب