په نايجريا کې پر دوو کليساوو بريد شوى دى

نایجریا کې پر کلیسا برید د انځور حقوق Reuters
Image caption د بوکو حرام اسلامپالې ډلې منلې چې پر کليساوو يې مخکني بريدونه کړي وو.

په نايجريا کې پر دوو کليساوو بريد شوى دى. يوه يې، توپکوالو په بورنو ايالت کې ويشتلې، پر بله يې په جوس ښار کې ځانمرگى بريد شوى دى. لسگونه کسان ټپيان شوي او لږ تر لږه اووه مړه دي.

په وروستيو مياشتو کې په دغه هېواد کې پر کليساوو بريدونه ډېر شوي دي. د بوکو حرام اسلامپالې ډلې ويلي يو شمېر بريدونه دې کړې دي.

په لېگاس کې د بي بي سي خبريال وېل راس په خپل رپوټ کې وايي:

د جوس په مرکزي ښار کې يوه ځانمرگي خپل موټر هومره چې کولى شواى کليسا ته نژدې وروست.

ويل کېږي چې په بريد کې بل څوک نه دى وژل شوى، خو لږ تر لږه پنځوس تنه يې ټپيان کړل چې د ځينو حالت ښه نه دى.

قهرېدلو کسانو وروسته په ښار کې په اعتراض لاس پورې کړ او ټايرونو ته يې اور واچاوه.

سور صليب وايي مظاهره کوونکو وروسته شپږ تنه ووژل. پر همدغه سهار د نايجريا د شمال ختيځ په تبرا کلي کې هم پر يوې کليسا بريد شوى دى.

پوليس وايي توپکوال پر هغه مهال چې عبادت ښه په جوش کې روان و، ورننه وتل. هغوى پر عبادت کوونکو ډزې پيل کړي او پوليس وايي چې يوه ښځه پکې وژل شوې او درې تنه ټپيان دي.

يوه عيني شاهد د تلفاتو شمېره تردې لوړه وښوده. دا بريدونه په داسې يوه هېواد کې چې لا دمخه پر مذهبي کرښو بېل شوى، د مسلمانانو او مسيحيانو تر منځ نورې نښتې پارولى شي.

بوکو کرام

د بوکو حرام اسلامپالې ډلې منلې چې پر کليساوو يې مخکني بريدونه کړي وو.

د ډلې په وينا، دا په مرکزي نايجريا کې د تاوتريخوالي په تېره څپه کې د مسلمانانو د وژنې غچ دى.

بوکو حرام چې وايي په نايجريا کې د شريعت نافذول غواړي، تېره شنبه- يکشنبه د هېواد په شمال کې پر يوه بله کليسا هم بريد کړى او دوولس کسان يې وژلي وو.

د دغې ډلې له خوا په يوه نوې خپره شوې وينا کې له حکومت سره د سوله ييزو خبرو نظريه رد شوې او د بريدونو د ډېرولو ژمنه شوې ده.

ورته مطالب