اخوان المسلمين په مصر کې د خطرناک حالت خبردارى ورکوي

مصر مشر د انځور حقوق AFP
Image caption اخوان المسلمين د ولسمشرۍ ټاکنې رڼې غواړي

په مصر کې د اخوان المسلمين د ګوند کاندید محمد مرسي په ډاگه کړه د سترې محکمې پرونۍ هغه پریکړه به ومني چې د تیرې میاشتې پارلماني ټاکنې یې ناقانونه اعلان کړې دي.

خو هغه خبر دارى ورکړی که چیرې د راتلونکې اوونۍ د ولسمشرۍ دویم ځلې ټاکنې رڼې ترسره نه شي نو د یو بل انقلاب امکان شته.

یو شمیر نورو مهمو مخالفو څیرو بیا د محکمې پریکړه کودتا بللې ده.

محکمې همدا راز هغه قانون هم لغوه کړی چې د حسني مبارک د دورې وروستی لومړی وزیر احمد شفیق به یې د ولسمشريزو ټاکنو په دویم پړاو کې له سیالۍ څخه منع کړی وی.

د ولسمشرۍ د ټآکنو دويم پړاو په څو ورځو کې ترسره کېدونکى دى.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن د واک د بشپړ لیږد غوښتنه کړې ده.

ميرمن کلنتن وويل:

"په دې ټول بهير کې امریکا د مصر د خلکو د ارمانونو او د سوله ییز، باوري او د واک د دیموکراتیک لیږد ملاتړ کوي. "

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې زياته کړه چې دا نو اوس په بشپړ ډول د مصر په خلکو پورې تړلې چې خپل راتلونکى څنګه ټاکی.

ميرمن کلنتن هيله وکړه چې د راتلونکې اوونۍ ولسمشریزې ټاکنې په ازاده، سوله ییزه او مناسبه فضا کې ترسره شي.