له ایران سره د خبرو په اړه اوباما ته د سناتورانو د لیک جزییات

د سپینې ماڼۍ عکس د انځور حقوق Getty
Image caption سناتورانو له ایران سره بغداد کې د یو جمع پنځه هېوادونو د لیدنې په اړه لیکلي چې: "موږ پوهېږو دا ټولې هغه غوښتنې دي، چې بغداد کې د یو جمع پنځو هېوادونو سرمشریزه کې مطرح شوې دي.''

د امریکا د بهرني سیاست یا " فارن پالیسي" مجلې د تېرې جمعې پر ورځ امریکايي ولسمشر ته ۴۴ امریکايي سناتورانو د استول شوي لیک جزییات په ډاګه کړي دي.

په لیک کې سناتورانو له اوباما غوښتي که چېرې روسیه کې ایران پر درو مسایلو هوکړه ونه کړي، د خبرو دروازه یې باید په مخه وتړل شي.

دا لیک د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتو دواړو ډلو سناتورانو اوباما ته استولی دی.

په لیک کې راغلي چې: "هغه وخت تېر شوی، چې ایران د خپلو اتومي هڅو د سوله ییزو موخو د ثابتولو لپاره د نړیوالې ټولنې د راضي کولو خبرې کوي. که چېرې ایران له دې کاره لاس وانخلي، باید پر وړاندې یې نورې لارې چارې ولټول شي. موږ پوهېږو چې تاسې هم له موږ سره په یوله خوله یاست، چې ایران باید اتوم جوړولو ته پرېنښودل شي. "

دغه لیک د نیوجرسي ایالت د دیموکرات سناتور رابرټ مندز او جمهوریت غوښتونکي سناتور روي بلنټ له لوري چمتو شوی دی.

دغو سناتورانو ویلي، که چېرې له ایران سره خبرې کېږي، باید پر درو مسایلو هوکړه وکړي:

"لومړی دا چې قم ته څېرمه اتومي بټۍ وتړي. دویم، د یورانیمو په سلو کې تر پنځو لوړه کچه هم ودروي، او په پای کې، بهر ته له ٪۵ د لوړې کچې یورانیمو د لېږد لړۍ پایته ورسوي. "

دوی له ایران سره بغداد کې د یو جمع پنځه هېوادونو د لیدنې په اړه لیکلي چې: "موږ پوهېږو دا ټولې هغه غوښتنې دي، چې بغداد کې د یو جمع پنځو هېوادونو سرمشریزه کې مطرح شوې دي.

که چېرې ایران په دې اړه موافقه ونه کړي، په دې صورت کې دا امکان شته چې له ایران سره د خبرو مساله ختمه او د مسکو د نظر په اړه له سره غور وشي. "

دغو امریکايي سناتورانو له ولسمشر اوباما دا هم غوښتي چې له ایرانه د نورو هېوادونو د تېلو د اخیستو پروړاندې د امریکا وروستي بندیزونه باید کم نه شي، او نه هم ونه ځنډول شي.

د امریکا د مشرانو جرګې یوه مشر سناتور –چې خپل نوم یې نه دی ښودلی- فارن پالیسۍ ته ویلي چې: "ددې لیک ښکاره هدف دا دی چې له ایران سره د بې ګټې خبرو په اړه د کانګرس زغم نور په ختمېدو دی.

ایران ته د خبرو ټول فرصتونه ورکړل شي، چې خپل نېک نیت وښيي، خو دوی خپل اتومي فعالیتونه جاري ساتلي، موږ له دوی یوځل بیا غواړو چې د خبرو مېز ته راشي، نور زموږ حوصله ختمه شوې ده. "

ورته مطالب