"هند د کانونو د صنعت په څار کې پاتې راغلی"

Image caption په وروستیو کلونو کې په هندوستان کې د کانونو صنعت په چټکۍ پراخ شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي هندي چارواکي د کانونو د صنعت په څار او کنترول کې پاتې راغلي دي.

دغه اداره وايي دا ناکامي د دې لامل شوی چې ګډوډي رامنځ ته شي او له قانونه سرغړونې ډیرې شي.

په وروستیو کلونو کې په هندوستان کې د کانونو صنعت په چټکۍ پراخ شوی دی.

هڅه دا ده چې په دې برخه کې اړتیاوې چې د هندوستان د اقتصادي ودې له امله زیاتې شوي پوره کړای شي.

د کانونو په برخه کې په سلګونه زره کاري زمینې برابرې شوې دي، حتی په هغو سیمو کې هم چې د پراختیايي چارو لپاره ډیرې اړې دي.

خو د بشري حقونو د څار د ادارې له خوا په راپور کې راغلي چې د دې پراختیايي چارې بیه، دواړه هم چاپیریال او هم سیمه ییز خلک چې حقونه يې په سمه توګه نه دي خوندي شوي پرې کوي.

په هندوستان کې د کانونو لپاره قوانین شته خو راپور وايي چې دغه قوانین نه دي پلي شوي چې له امله يې کله نا کله ګډوډي رامنځ ته کیږي.

کله کله داسې هم کیږي چې حکومت او سوداګر پر یو بل د فساد تورونه پورې کوي.

پر چاپیریال د کانونو د سپړولو د اغیزو په اړه د راپورونو د چمتو کولو لګښت ډیر ځله هغه کمپنۍ پرې کوي چې د کانونو په سپړولو کې ښکیلې وي.

د بشري حقونو د څار د ادارې راپور وايي د هندوستان په ګوا او کرناتیکه کې، د څښاک اوبه ککړې شوي او فصلونه له منځه تللي دي.

سیمه ییز خلک هم وايي ځان ډیر بې وسه احساسوي او ان له شکایت کولو ویریږي.

عمومي نظر هم دا نه دی روښانه کړي چې د روغتیايي او چاپیریالي ستونزو پړه د کانونو پر صنعت واچول شي او که لاملونه به يې نور وي.

په راپور کې د هندوستان پر حکومت غږ شوی چې د کانونو په صنعت کې د بشر حقونو ته پوره پوره پاملرنه وشي او هیله څرګنده شوې چې د هندوستان چټکه وده د طبعي منابعو د ویجاړولو سبب نه شي.

ورته مطالب