د سعودي عربستان وليعهد ومړ

شهزاده نايف د انځور حقوق
Image caption شهزاده نايف په ١٩٣٤ کال کې زيږيدلى و. دى د پاچا عبدالعزيز ٢٣ زوى و.

د سعودي عربستان دولتي تيلويزون خبر ورکړ چې د دغه هېواد وليعهد، شهزاده نايف بن عبدالعزیز السعود له هېواده بهر ومړ.

شهزاده نايف چې مرستيال لومړی وزير او د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير هم پاتې شوی تېره مياشت بهر ته په يوه سفر د درملنې لپاره تللی و.

اوس سعودي دولتي رسنۍ وايي چې نوموړی په جينوا کې د ٧٨ کلونو په عمر ومړ.

د جون په درېیمه د سعودي د کورنيو چارو وزارت مرستيال وزير وويل شهزاده نایف، روغ رمټ دی او ډير "ژر" به هېواد ته ستون شي.

شهزاده نايف بن عبدالعزيز السعود د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په مياشت کې د سلطان بن عبدالعزیز تر مړيني وروسته وليعهد وټاکل شو.

هيله دا ده چې نوى وليعهد به د شهزاده نايف کشرى ورور شهزاده سلمان وي چې اوس د رياض والي دى.

شهزاده نايف په ١٩٣٤ کال کې زيږيدلى و. دى د پاچا عبدالعزيز ٢٣ زوى و.

شهزاده نايف د " شهزاده ښوونځي" کې لومړنۍ زده کړې وکړې او نورې زده کړې يې له مذهبي علماوو ترلاسه کړې وې.

وروسته دۀ په ديپلوماسۍ او امنيتي چارو کې هم زده کړې وکړې.

په ١٩٥٢ کال کې شهزاده نايف د رياض د والي مرستيال و. يو کال وروسته د سعودي د پلازمېنې والي وټاکل شو.

په ١٩٧٠ کال ک پاچا فيصل دى د کورنيو چارو د وزارت مرستيال کړ او په ٢٠١١ کال کې وليعهد وټاکل شو.

ويل کيږي چې ددۀ په ټاکنه کې درې خبرې مهمې بلل شوې وې.

دۀ په کور دننه هر ډول مخالفت ته سخت ځواب وايۀ او د القاعدې له خوا پيدا شوې ننگونې يې هم ځوابولې.

د دۀ دويمه وړتيا دود پالى شخصيت و چې دى يې د هېواد له مذهبي کړيو سره تاړۀ.

دا هم ويل کېدل چې دۀ له اخوان المسلمين ډلې سره ښې اړيکې لرلې چې د عربي نړۍ په پاڅونونو کې مطرح شول.

ورته مطالب