منځنۍ اسيا د خوالۀ رسنۍ ديموکراسۍ ته کاروي

د انځور حقوق PA
Image caption د فیسبوک يوه کارکونکې الزابت لېندر وايي چې د دغه کنفرانس موخه همدا ده چې خلکو ته وښيي چې د خواله رسنۍ څرنګه کولای شي له کارونکو سره مرسته وکړي.

د منځنۍ او سويلي اسيا له لره او بره د خواله رسنيو کاروونکي په قزاقستان کې ټول شوي چې خپلو هېوادونو ته د نوې ميډيا له لارې د ډيموکراسۍ را وستلو پر لارو چارو وغږيږي.

خو د منځنۍ اسيا حکومتونه چې په عربي نړۍ کې پاڅونونو هيښ کړي په دې هڅه کې دي چې پر اينټرنيټ د بيان ازادي کنټرول کړي.

د تيکنالوژۍ دغه کنفرانس ته چې د "منځنۍ اسيا د ټېک فورم" نوم ورکړل شوی، ډيری راغلي کسان، په دې خبر دي چې د قزاقستان ولسمشر يوازې دا څو اوونۍ وړاندې خلک په دې تورن کړل چې د اينټرنیټ له لارې پروپاګند او درواغ خپروي.

د منځنۍ اسيا په ولسمشرانو کې دی يوازينی کس نه دی چې پر اينټرنیټ او په ځانګړې توګه د خواله پر رسنيو بې باوره دی.

دوی د اينټرنیټ له وړتيا خبر دي چې څرنګه يې په عربي نړۍ کې رژيمونه را وپرځول.

د اينټرنیټ د کنټرول لپاره ورته هڅه د ازبک چارواکو له خوا هم وشوه چې په پايله کې يې فیسبوک ته ورته يو سايټ جوړ کړ چې يو فیس نوميږي.

خو ګوتنيوونکي وايي چې د ازبک چارواکو دغه هڅه د هېواد استخباراتي ډلو ته دا اسانتيا برابروي چې د کاروونکو معلومات له نژدې وګوري او ويې څاري.

يوه ازبکه زده کوونکې نيلوفر ابراهيمووا وايي په دې خبره ده چې په هېواد کې يې پر اينټرنيټي شبکو بې باوري ډيره ده.

"زموږ ډيموکراسي نوې ده. چارواکي له دې ويريږي چې بهرني عناصر لکه ترهگرې ډلې او بيلتون غوښتونکې ډلګۍ به د خواله رسنۍ، پر هېواد د بريدونو او نورو اعمالو لپاره وکاروي او مظاهرې به وکړي. دا زموږ لپاره ښه نه ده، ځکه موږ د يوې ښې ډيموکراټې ټولنې جوړولو په هڅه کې يوو."

خو د فیسبوک يوه کارکونکې الزابت لېندر وايي چې د دغه کنفرانس موخه همدا ده چې خلکو ته وښيي چې د خواله رسنۍ څرنګه کولای شي له کارونکو سره مرسته وکړي او د خپلې ټولنې لپاره د يو بل له معلوماتو او سوژو ګټه واخلي.

"زه هيله لرم چې موږ دغه ويرونکی نظر په داسې څه واړو چې خلک په دې پوه شي چې دغه رسنۍ څنګه وکاروي، او څومره بايد د هوښيارۍ او احتياط نه کار واخلي. زه هيله لرم چې له ډيرو داسې ځوانانو سره وګورم چې د خواله رسنيو په وړتيا خبر دي او ښې سوژې او نظرونه لري."

د "ټېک فورم" د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلټن هغه ارمان دی چې وايي د ټيکنالوژۍ له لارې سمه او پر مخ تللې ټولنه را منځ ته کړي.

هغه امريکايي ديپلوماتان چې د دغه کنفرانس د سمبالښت چارې پر غاړه لري، هيله لري چې خپل پيغام د منځنۍ اسيا له يو شمېر ځوانو فعالانو او د خواله رسنۍ د کارونکو سره شريک کړي.

د يادونې وړ ده چې په منځنۍ اسيا کې د هغو ځوانانو شمېره ورځ په ورځ ډيريږي چې اينټرڼیت او په ځانګړې ډول د خواله رسنۍ کاروي.

ورته مطالب