ویټامین (ډي) او کلسیم د بوډاګانو عمر اوږدوي

ویټامین ډي د انځور حقوق
Image caption دا څېړنه پر څه باندې اویا زره ۷۰ کلنو کسانو ترسره شوې ده.

یوې نوې څېړنې ویلي چې له کلسیم سره د ویټامین "ډي" خوړل د عمر خوړلو کسانو عمر اوږدولی شي.

په دنمارک کې د ارهوس پوهنتون څېړونکو په یوه نړیواله امریکايي وېبپاڼه کې د څېړنې جزییات خپاره کړي دي.

په رابور کې راغلي چې له کلسیم پرته ویټامین ډي خوړل شاید هومره اغېزناک نه وي، لکه دواړه چې یوځای سره وخوړل شي.

همدا شان یوازې کلسیم هم هومره ګټور نه پرېوځي، لکه دواړه چې یوځای وخوړل شي.

څېړونکي په دې اند دي چې "د ویټامین ډي او کلسیم ترمنځ نژدې اړیکي شته، کلسیم او ویټامین ډي نړیوالې روغتیا ته ګټور پرېوځي."

دا څېړنه پر څه باندې اویا زره ۷۰ کلنو کسانو ترسره شوې ده.

له دوی څخه یوې ډلې ته یوازې ویټامین ډي او بلې ډلې ته بیا کلسیم او ویټامین ډي دواړه ورکړل شوي، خو یوې بلې ډلې ته بیا دا دواړه نه دي ورکړل شوي.

څېړونکو ویلي پایلې یې وښوده چې په تېرو درو کلونو کې یوازې ویټامین ډي د مړینې کچه نه شي ټيټولی، خو که له کلسیم سره وخوړل شي، د مړینې کچه ٪۹ سلنه ټيټولی شي.

څېړونکو ویلي چې د ویټامین ډي او کلسیم دواړو یوځای خوړل د وینې جریان او د زړه ټکان نورمال ساتلی شي او ژونکې په سمه توګه خپله دنده ترسره کوي.

ورته مطالب