القاعدې د یمني جنرال وژلو پړه ومنله

سالم علي قطن د انځور حقوق
Image caption عیني شاهدان وايي، جنرال سالم له کوره د کار پر لوري پر لاره و چې برید پرې وشو.

القاعدې شبکې ویلي چې د یمن په سوېل کې جنرال سالم علي قطن ددوی یوه برید کوونکي وژلی دی.

دغې شبکې په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې برید کوونکی د سومالیا و.

دوی وايي چې دا برید یې د یمن په ابین ولایت کې د القاعدې شبکې د عناصرو ضد حکومتي بریدونو په غبرګون کې کړی دی.

القاعدې یمن کې د نورو بریدونو ګواښ هم کړی.

یمني چارواکو ویلي چې ددغه هېواد یو جنرال سالم علي قطن سوېلي بندري ښار عدن کې خپل کور ته څېرمه ځانمرګي برید وژلی دی.

پر جنرال سالم قطن دغه برید ددوشنبې پر ګهیځ (جون ۱۸) شوی دی.

د یمن طبي سرچینو ویلي، چې برید کې څلور نور کسان ټپیان شوي.

ویل کېږي چې برید کوونکي پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو، او همدغه جنرال یې هدف و.

عیني شاهدان وايي، جنرال سالم له کوره د کار پر لوري پر لاره و چې برید پرې وشو.

جنرال سالم علي قطن د یمن په سوېل کې د پوځي عملیاتو عمومي قومندان و، چې د القاعدې شبکې ضد د تېرې یوې میاشتې عملیات یې مخته بېول.

ورته مطالب